IQNA

قرآنی سورې/89

د انسانانو لپاره د خداوندمتعال د ا متحانونو دعلت بیانول

17:15 - June 29, 2023
د خبر لمبر: 3487551
ایکنا-(تهران) انسانان په ژوند کې له ډيرو چیلنجونو سره مخامخیږي؛له خوشالیو او ښادیو رانیولې تر هغو پيښو پورې چې  رامینځةکیږي.دا هغه امتحانونه دي چې خداوندمتعال د انسانانو په لاره کې راوستي اوهیڅ یو بې دلیله نه دی.

د قرآن کریم  نهه اتیایمه سوره فجر نومیږي.دغه سوره په ۳۰ آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده.دغه سوره چې یوه مکي سوره ده،، د نزول په ترتیب کې لسمه سوره ده چې د اسلام پر پیمغبر نازله شوې ده.

خداي تعالی  ددغې سورې په اول آیت کې په فجر(یعني په تورتمې شپې کې د نور پر څرَک)قسم خوړلی دی؛په همدې خاطر دغه سوره فجر نومول شوې ده.

د فجر سوره د امام حسین(ع) په سورې مشهوره ده، ځکه چې د حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د یوه حدیث په اساس،په اوه ویشتم آیت کې له ؛نفس مطمئنه؛ مطلب،امام حسین(ع) دی.همداراز د ځينو تفسیرونو په اساس،د فجر سورې په دوهم آیت کې؛لیال عشر؛(لس شپې)، د محرم میاشتې لومړنیو لسو شپو ته اشاره ده.

فجر سوره د عاد قوم او د ؛ارم ذات العماد؛( اوږدو باغونو) او د ثمود قوم، د فرعون قوم  او د هغو فساد او سرکشي تاریخ ته  اشاره کوي او دا ټکی یادوي چې انسان  د خدا وندمتعال له ازميښتونو د تیریدا په حال کې دی او له نعمتونو او سختیانو سره امتحان کیږی. وروسته بیا  په دغه ازمیښت کې   بې ایمانه انسانانو د ناکامۍ علتونه بیانوي او د قیامت د ورځې رارسیدا ته اشاره کوي  چې  په هغه ورخ ، بې ایمانه کسان د جهنم د آثارو په لیدو سره پند اخلي ،خو دغه پند اخستل ورته هیڅ ګټه نه لري.

په دغې سورې کې له  هغې دنیا سره اړوندوالی چې خدای تعالی ته بې پامي او سرکشي له ځان سره لري، رټل شوې ده  او د داسې دینا اوسیدونکي ئې د آخرت او دنیا په ترټولو سختو عذابو ګواښلي دي  او مشخصه ده چې  انسان  خیال کوي، که خداي هغه ته کوم نعمت ورکړی دی ، نو په دې خاطر دی چې له خداي سره  عزیز او محترم دی او هغه څوک چې بې وځلئ  او غربت سره مخ شوي دي،په دې خاطر دي چې دخداي په نزد بې ارزښته دي . اول ډله  دهغه غلط تصّور په خاطر چې لري ئې ، ډير تیروتي کارونه ترسره کوي او د هغو غلطو تصوّراتو په خاطر چې لري ،  خپلې تیروتنې نه ویني او یا ئې بې ارزښته ګڼي . دوهمه ډله هم  دخپلو غلطو تصوراتو په خاطر  کفر کوي. په داسې حال کې چې که  څوک کوم قدرت او شتمنۍ لري او یا که څوک بې وځله او فقیر شو ،نو د الهي امتحان په خاطر دی څو  له دغه امتحانه له تیریدا وروسته  د  هغه دآخرت  وضعیّت مشخص شي.

پر دې اساس الهي نعمتونه یا هغه مشکلات او سختیانې  چې په دنیا کې د انسان لپاره رامینځةکیږي، هغه الهي امتحانونه دي چې انسان  ورڅخه په استفادې سره ، له مرګ وروسته دقیامت په ورځ خپل ځان په ترټولو ښه شکل سره جوړ کړي ،خو  د خداي تعالی امتحاناتو ته بې پامي  سبب کیږیڅود قیامت ورځ د هغه  لپاره د آخرت له عذاب پرته بل  هیڅ شی نه پاتیکیږي.

نو ددنیا په ټولو اوسیدونکو کې  هغه څوک د آخرت خوشبختۍ ته رسیږي چې ؛نفس مطمئنه ؛ ئې درلودلی وي او  په پیښو او ښکیلتیاؤ کې ئې  زړه د خپل پروردګار له یاد سره آرامښت ومومي .

captcha