ایکنا د عربستان د واس رسمي خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دبیت الله الحرام دحاجیانو لوي ټولي پرون سهار راهسې په عربستان کې د قربانۍ د لوي اختر په لومړۍ ورځې سره په یووخت د رمي جمرات مناسک په منا کې د کاڼو په ویشتو سره ترسره کړې.
حاجیانو همداراز د امنیتي مامورانو په لارښونې او د خدمت رسونې د پرسنلو په پراخ شتون سره ، له کومې ګڼې ګوڼې جوړیدا پرته په آرام سره د حج دغه مناسک ادا کړ.
د عربستان د رسمي خبری آژانس په دغه راپور کې ټينګار شوی دی، د جمرات پل او د شاوخوا چوکونو په لور د حاجیانو حرکت ورو ورو او په امنیت سره چې له مخکې منظم او برابر شوی ؤ ، ترسره شو څو دخپلې هستوګنې ځاي ته د خدای د کور د حاجیانو تر بیرته ستنیدا پورې په روان او کرار ډول ترسره شي.
حاجیان همداراز پرون د رمي جمرات مناسکو وروسته په آرام او کرار سره دقربانۍ په لور وخوځيدل او سرونه ئې وښیرل او په صفا او مروې کې منډې ووهلې. حاجیانو همداراز دمناسک د اداکولو په دوام کې په منا کې پاتې شول او د حج دمناسکو د ادا کولو د توفقی په خاطر په الهي درګاه کې په ستاینې او مننې او ذکر سره ئې د رمي جمرات درې واړه عملونه د اوو اوو کاڼو په ویشتلو سره بشپړ کړل.
ایکنا د منا او رمي جمرات او نورو مناسکو په باب یو لنډ شان ویډیو کلیپ ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4151011