ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د دفاع او روغتیائي چارو وزیرانو د حج د مناسکو په څنډې کې د سعودي عربستان له لوړپوړو چارواکو سره کتنه اوخبرې اترې کړي دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا.... مجاهد پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره د حج د دستورو تر څنګ د افغانستان د دفاع او روغتیائي چارو د وزیرانو مولوي محمد یعقوب مجاهد او قلندر عباد د لیدوکتو عکسونه خپره کړي او وئيلی ئې دي ، چې د عربستان له ولی عهد سره د افغانستان د انساني حالاتو او ترینګلتیاؤ په باب خبرې اترې شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د اسلامی ملګرتیا موسیسې له هڅو سره سره عربستان تردې دمه له کابل څځه په اقتصادي ملاتړ او مرستو کې د پام وړ رول نه دی لوبولی.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان د روغتیائی چارو وزیر قلندر عباد چې د حج دمناسکو د ادا کولو لپاره عربستان ته تللی،مکې شریفې کې ئې دعربستان د روغتیائي چارو له وزیر فهد بن عبدالرحمن الجلاجل سره کتنه او خبرې کړي دي. په دغې کتنې کې دواړو لورو په افغانستان کې د ماشومانو د ګوځڼ د ناروغۍ د ریښې د وچولوپه باب سره خبرې اترې کړي دي. افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې تر دې دمه پکې د ګوځڼ ناروغي هماغه راز شته.