IQNA

د ملګرو ملتو سرمنشي،په سویډ کې د قرآن د سپکاوي په باب د آيت الله سیستاني د نامې هرکلی وکړ

6:29 - July 03, 2023
د خبر لمبر: 3487569
ایکنا-(نجف اشرف) د ملګروملتو سرمنشي په سویډ کې  قرآن د نسخې د سوځول کیدا د پيښې په باب د عراق دستر دیني مرجع آیت الله سیستاني  د لیک ترلاسه کیدا ته په اشارې سره  روښانه کړې ده د شیعیانو د دغه لوړمرجع د هڅومننه وکړه.

ایکنا د الفرات نیوز ویب سایټ له قوله راپورد ملګروملتو سرمنشي آنتو نیو ګوتریش بیګا ووئيل،د آیت الله سیستاني لیک ئې ترلاسه کړی دی.
دعراق خارجه وزارت  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،آنتونیو ګوتریش د عراق له خارجه وزیر او مرستیال لومړی وزیرفواد  حسین سره په ټیلفوني تماس کې په سویډ کې د عراقي ښاریز له خوا د قرآن کریم د سپکاوي په باب بحث او د نظر تبادله کړې ده.
په دغو ټيلیفوني خبرو کې دعراق خارجه زویر روښانه کړې دغه ډول اقدامات  د هغو اروپائي ټولنو او اسلامی نړۍ د هیوادونو ترمینځ د ډيرو مشکلاتو د پراختیا سبب کیږي چې دغه پيښې پکې رامینځةکیږي، دغه اقدامات همدارازپخپل وار د اسلام ضده پروسې، دافراطي او ترهه ګرو افکارو د زیاتیدا  او دنړۍ د هیوادونو په عامه افکارو کې دکینې او تاؤتریخوالي دتخم د شیندلو لامل کیږي.
فواد حسین همداراز له هغه تفکراتو سره  چې د مقدساتو سمبولونو  و دقرآن کریم پشمول د آسماني کتابونو له سوځولو سره د مبارزې لپاره دنړیوالو ملګرتیاؤ په ضرورت   هم ټينګار وکړ. له بل پلوه د ملګروملتو سرمنشي هم ددې خبرې په کولو سره  چې دغه پيښه  او داسلامی نړۍ اوعراق غبرګونونه ئې تعقیب کړي دی،زیاته کړه، دغه سپک  اقدام محکوم  اوپه کلکه غندم. ګوتریش له اسلام ضده  ښکارندې سره د مقابلې لپاره د ملګرتیا په ضرورت باندې په ټينګار سره روښانه کړه، د آيت الله سیستاني پیغام کې ترلاسه کړی دی او د هغه دهلوځلو منننه کوم او ډير زر به دهغه لیک ته ځواب ورکړم.
https://iqna.ir/fa/news/4151701
 

captcha