IQNA

7:41 - July 04, 2023
د خبر لمبر: 3487574
په قران کریم اخلاقي مفهمونه/9

خوش اخلاقي ، د اړیکو له امله پر تاؤتریخوالو د اوبو توّیول دي

ایکنا-(تهران) د انسان د مشکلاتو لا ستره غوټه له هغې ورځې  چې حضرت آدم مځکې ته راغی ، تر هغې ورځې پورې چې قیامت رامینځةکیږي،  او د عالم حساب  سره ګډوډوي ،په یوه واړه  لاس سره  پرانیستل کیږي. دغه څومره واړه کلِي ده چې لوی قفلونه یا کلفونه خلاصوي.

خوش اخلاقي ، د اړیکو له امله پر تاؤتریخوالو د اوبو توّیول دي

نیک اخلاق  دهغو صفتونو ټولګې ته ويل کیږي چې که انسان ئې پخپلو اړیکو کې پټه وکاروي ، نو نه یوازې د هغه شان او ځائيګی نه کمیږي  او واړوکی نه کیږی،بلکې په خلکو کې لامحبوب کیږي او په یوه اصطلاح دخلکو په سترګو ورځي.

 ښه اخلاق (حسن خلق) د انسانانو په اړیکو کې  او دغه راز له ټولنیز پلوه داسې ديرې ښې اغیزې لري چې نشي شمیرل کیدلی. د مثال په توګه ښه اخلاق د خلکو د پام او مینې د جلبولو سبب کیږي، د مینې او محبت جلبول  د خلکو د اعتماد دجلبولو سبب کیږی او دغه راز وار د واره د خوش اخلاقه انسان لپاره برکتونه او ګټې رامینځةکیږي . له همدې امله خداوندمتعال په قرآن کریم کې  پیغمبر ته په خطاب کې فرمائي،  «فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ؛  د خدای د رحمت په سبب ده چې ته له دوي سره دموره مهربان او خوش اخلاقه یاست ،که بداخلاقه اوسخت زړی وائ ،نوبیا به د تا له شاو خوا لیرې  کیدلی  (آل عمران: 159) .

ښه اخلاق له شخصي پلوه هم ډيرې زیاتې اغیزې لري. دمثال په توګه،هغه نفسیاتي آرامښت چې د خوش اخلاقۍ په سبب رامینځةکیږي، د انسان د عمر دزیاتوالي سبب کیږي،لکه څنګه چې  نن سبا ډیری مرګونه وینوو چې دمړینې  لامل کیږي، سټریس  او هغه ته ورته عوامل ئې دی . له همدې امله حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  په یوه روایت کې  چې د هغه بزرګوار د علم دژورتیا ښودنه کوي، فرمائي؛ نیک کار او ښه اخلاق ،کورونه آبادوي او عمرونه زیاتوي؛؛:

 هغه لارې چې داخلاقو دعالمانوپه وسیله  د ښو اخلاقو د ترلاسه کولو لپاره ئې سپارښتنه کیږي، ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.

  • د نفس د ګروهنط په اپوټه عمل کو ل

دغه روده داس ده چې کله انسان پوهیږي ، چې  د بخل په نامې سره یوه خوریدونکی اخلاقي ناروغي ده ، نو ددې په اپوټه عمل وکړي او خپل مال او دولت څوبرابره وبخښي

  • مثال یا بیلګه ګرځول

    خداوندمتعال  د اسلام ګران پیغمبر (ص) په ښو او غوره اخلاقو ستایلی دی  «وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ ؛ (ائ پیغمبر۰)ته ډير ښه  او غوره اخلاق لرې؛... له دې امله  آئمه معصومین علیهم السلام  هغه ترټولو مهمې بیلګې دي چې  انسان  دهغوی د سیرت په لوستلو او ورباندې په عمل کولو سره په ځاان کې د ښو اخلاقو بنیادونه سسټماټيک  کولی شي.  

captcha