ایکنا د شبکةالامام علی ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د غدیر د اونۍ د فعالیتونو دپیلیدا په مناسبت دعلوی مقدس آستان د سکرټریټ په وسیله د غدیر بیرغ درپيدا درستورې ترسره شوې چې مختلفې ډول ډول برخې ئې د رلودې.
همداراز د مقدسو عتباتو ،دینی مراجعو،د نجف د والی نمایندګانو او دغه راز نورو مسئولانو، قبایلی شیخانو او دعلوي مقدس آستان خادمانو او په زرګونو زیارتوالو په دغو دستورو کې شتون درلود.
علوي مقدس آستان دغدیر د اونۍ ځانګړي پروګرامونه په نوي شکل سره ترسره کوي او په دغې اونۍ کې به څه دپاسه څلویښت مختلف کلتوري، دیني او اجتماعي پروګرامونه ترسره کړي.همداراز دنجف اشرف بشمول دعراق په داخل او بهر کې په مقدسو آستانونو ،د ولایتونو په مرکزونو او په تعلیمی مرکزونو کې به هم څه دباسه دیرش بیرغونه ورپول شي .
ایکنا په دې مناسبت یو انځوریز راپور ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.