ایکنا خبری آژاانس راپور راکړ،د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې د یوې اعلامیې په صادرولو سره په درستې نړۍ کې د اسلامی اوعملی موسیسو، جوماتونو، او د اوقافو د وزارتونو له مسئولانو، عالمانو، مبلغانو او واعظانو څخه وغوښتل، څو د ذی الحجې د نولسمې نیټې یعني د سبانۍ جمعې لمانځه د خطبې موضوع دې په سویډ کې د قرآن کریم د سوځولو محکومیّت او په فلسطین او الاقصی جومات کې د خپلو مقدساتو ساتنې ته مخصوصه کړي.
په وروستیو کلونو کې ځیني اروپائي هیوادونه په تیره بیا د سکنډيناوي حوزې ځيني هیوادونه د مسلمانانو د مقدساتو د سپکاویو او تیریو صحنې شوي دي . د سویډ دپولیسو د ملاتړد په سیوري کې زوړپالو افراطیانو د څوم ځل لپاره په سټاکهم کې آسماني کتاب قرآن کریم ته اور اچولی او پولیسو هم د مسلمانانو اعتراضونه ځپلي دي ،البته دغې چارې په درستې نړۍ کې د آزادو ملتونو په تیره بیا د اسلامی امت سخت او جدي غبرګون په ځان پسې درلودلی دی .