IQNA

د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام نیکمرغه زوکړه دې پر ټولو مبارک وي

7:40 - July 09, 2023
د خبر لمبر: 3487600
ایکنا-(تهران) نن د امامت او ولایت د آسمان اوم ځلانده ستوری حضرت موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،حضرت امام موسی کاظم (ع) د ۱۲۸ هجري قمري کال د ذي الحجې په شلمه نیټه د مکې او مدینې ترمینځ په "ابواء" Al-Abwa نومي کلي کښې دنیا ته راغی.

دوي د نړۍ د شیعیانو د شپږم امام یعنې د خپل پلار امام جعفر صادق علیه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو د لارښوونې او مشرۍ مسئولیت په غاړه واخیسته.

امام موسی کاظم (ع) په علم، تواضع او د صدقاتو، سخاوت او بخښنې په زیاتوالي کښې ډیر شهرت درلود او د هغو کسانو په وړاندې په ډیر صبر، مهربانۍ او بخښنې په وجه چې ورسره یې بد کړي وو، د کاظم په لقب مشهور شو.

مونږ د ایران د قرآن نړیوال خبری آژانس په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د رسول الله مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو ته د امام موسی کاظم علیه السلام د نیکرغه ولادت مبارکي وایو.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i135466

captcha