IQNA

پاکستان د ظالم او وحشي صهیونیسټي رژيم سپارښتنو ته هیڅ ضرورت نه لري

8:35 - July 12, 2023
د خبر لمبر: 3487615
 ایکنا(اسلام اباد) د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا  د بشری حقوقو په شورا کې د صهیونیسټي رژيم د استازي د د  تورونو په غبرګون کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د اسرائیلو له سیاسي څرګندونو سره سره، د بشري حقونو شورا په متفقه توګه د پاکستان  نړیوال پړاویز راپور تصویب کړی دی، او د دوي سپارښتنو او وصیّتونو ته هیڅ ضرورت نشته.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته په غبرګون کې وویل: د فلسطین د ولس په خلاف د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو او تېریو اوږد تاریخ ته په پام سره، پاکستان د بشري حقونو په اړه د دې ظالم رژیم سپارښتنو ته اړتیا نه لري.

  د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا  د بشری حقوقو په شورا کې د صهیونیسټي رژيم د استازي د د  تورونو په غبرګون کې د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د اسرائیلو له سیاسي څرګندونو سره سره، د بشري حقونو شورا په متفقه توګه د پاکستان  نړیوال پړاویز راپور تصویب کړی دی، او د دوي سپارښتنو او وصیّتونو ته هیڅ ضرورت نشته.

هغې زیاته کړه: "یو شمېر هېوادونو او د مدني ټولنو سازمانونو د بشري حقونو د ودې په برخه کې د لاسته راوړنو لپاره د پاکستان ستاینه وکړه، په ورته وخت کې اسراییل د پاکستان پر ضد سیاسي څرګندونې وکړې، چې البته د بشري حقونو د شورا د غړو له موافقې سره په ټکر کې دي."

له دې سربېره، د پاکستان د اقلیم د بدلون وزیر شیری رحمان هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي بې اساسه څرګندونې وغندلې او وویل: په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اسرائیلو څرګندونې د خندا او د شرم وړ دي

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135612

captcha