له کربلا معلی د ایکنا خبریال راپور راکوي،دکربلا جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ چې د مقدسو آستانونو،زیارتونو ،مبترکه ځایونو د استازو په ګډون سره د ترسره کیدا په حال کې دی نن تر وروستیو پورې پاي ته رسیږي.
دغه دستورې د لړم د میاشتې له اتلسمې نیټې پیل شوي دي او د مختلفو هیوادونو نمایندګان پکې له یوه بل سره سیالۍ کوي.
له قرآن سره د انس دغه معنوي دستورې پرون مازدیګر له افغانستانه د قاری عبدالکبیرحیدري ،له مصرڅخه د احمد عبدالحی ،له ایرانه د احمد ابولقاسمي او له عراقه د میثم التمار په څير دغوره قاریانو او استاذانو چې د قرآني سیالیو قاضیان هم دي ،په شتون او دغه راز د حسینی حرم د زیارتوالو په ګډون سره ترسره شو.