IQNA

د محرم په لومړنۍ شپه پر کعبې د نصبولو لپاره نوي پرَده تیاره شوه

7:31 - July 18, 2023
د خبر لمبر: 3487645
ایکنا-(مکه) د خانه کبعې پرَده به  د ۱۴۴۵قمری کال د محرم الحرام د میاشتې له لومړۍ شپې سره همهاله  د عربستان  یو شمیر مسئولانو  او د خداي د کور د زیارتوالو په شتون سره په یولړ دستورو کې بدله شي.

ایکنا د الیوم له  قوله راپور راکړ، د حرمین شریفیّن د چارو عمومی ریاست  د نوی هجری قمری کال (۱۴۴۵) په پیلیدا سره د خنه کعبې د پرَدې دبدلولو لپاره  دبشپړ چمتووالی خبر ورکړ.

ددغه اورګان  په اعلامیې کې ټينګار شوی دی چې ددغې پرَدې له ګنډولو او لګولو سره اړونده د درزیانو،انجنئيرانو اوټيکنیشنانو  پشمول د ټولې عملې تخصص او مهارت تائيد شوی او د پرَدې دکیفیّت او نصبولو څخه د ډاډمنمیدا لپاره کابو پنځلس کارمندانو ته روزنه ورکړل شوې ده.

د  ملک عبدالعزیز  کمپلیکس مرستیال مشر امجد الحازمي د خانه کعبې د پرَدې پر ځانګړې اوبدنې اوساتنې هم ټینګار وکړ چې دغه کمپلکیکس  د ۱۴۴۵هجري قمری کال له پیلیدا سره په یووخت د خانه کعبې د پَردې د بدلولو لپاره  په بشپړ ډول چمتووالی لري.

 الحازمي ددې خبرې په کولو سره چې  دکعبې شریفې  د نوي پرَدې بشپړول او نصبول به په موقعې په ترټولو لوړ کیفیّت  او کارندوالي سره وي ، ټينګار وکړ،ددغه کار درسته عمله د ملک عبدالعزیز د کمپلیکس  چاروال دي او د اوبدنې ، جوړونې  او د پلانونې بشپړ مهارت او لالوړ دقت لرونکي دي.

د خانه کبعې پرَده به  د ۱۴۴۵قمری کال د محرم الحرام د میاشتې له لومړۍ شپې سره همهاله  د عربستان  یو شمیر مسئولانو  او د خداي د کور د زیارتوالو په شتون سره په یولړ دستورو کې بدله شي.

د مسجد الحرام  متولیان  به  د خانه کعبې د پرَدې اصلي څلور برخې بره یوسي او  په هغو نوو  میلو او غوټو سره ئې له محکم کونې وروسته چې له مخکې لګول شوي دي، د خدای دکور مخکینۍ پرده پرانیزي او  دهغه په ځاي نوي پرده  لګوي.

له دې مخکې  د ذی الحجې دمیاشتې په درشل کې  او په داسې حال کې چې  حج تمتع حاجیان   د وحي ټاټوبی ته رسیدلی وو، کعبې  د احرام لباس اچولی ؤ.

د خدای د کور پرپَردې د کلام الله مجید  آیتونه   په د طلا ااو نقرې  په نهه زره نهه سوه میټره تار سره ګنډل شوې ده.

روی پرده خانه خدا آیاتی از کلام الله مجید با ۹ هزار و ۹۰۰ متر نخ حریر طلا و نقره دوخته شده است.

https://iqna.ir/fa/news/4155398

captcha