IQNA

د افغانستان په ختیځي ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي (غږیز او انځوریز راپور)

15:23 - July 23, 2023
د خبر لمبر: 3487674
ایکنا-(کابل) د افغانستان د وردګ ولایت په مختلفو سیمو کې په سختو ورښتونو او سیلابونو کې په لسګونو هیکټره مځکې تباه شوي او دغه راز کابو ۲۲کسان وژل شوي او په لسګونو نور تری تم شوي دي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د میدان وردګو ولایت پېښو ته د رسېدنې چارو مشر مولوي فيض الله جلال ویلي، چې تېره شپه د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتو له امله سېلابونه راوتلي دي. وروستي راپورونه ښئ چې کابو دوویشت کسان پکې وژل شوي ، او دغه راز په لسګونو نور د راپور تر مخابیره کیدا پورې تری تم شوي دي چې ممکنه ده دمړو شمیر ئې نوره هم زیات شي. 

د تیرو څو ورځو د سختو ورښتونو او سیلابونو په باب له کابله د تهران ریډیو د خبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو.

 

 
    

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136094

captcha