IQNA

ډنمارک دې د دیني نفرت خورونې په باب دملګروملتو پریکړه لیک اجرا کړي

7:40 - July 24, 2023
د خبر لمبر: 3487679
ایکنا-(ریاض) د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ډنمارک له چارواکو وغوښتل څو د دیني نفرت خورونې په باب دې د ملګروملتو پریکړه لیک اجرا کړي.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،په ملګروملتو کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې نمایندګۍ د یوې اعلامیې په صادرولو سره په ډنمارک کې د قرآن کریم سپکاوی سخت محکوم کړ او ددغه هیواد له چارواکو ئې وغوښتل څو د نړیوالو قوانینو په اساس دې خپلو ژمنو ته پابنده ووسي.

په دغې اعلامیې کې چې ددغې موسیسې په ټوئيټر پاڼې کې خپره شوې ده ،راغلی د ي، مونږ په  دا وروستیو کې په ډنمارک کې د الهي  او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی په سخته محکوموو.

په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی ،له دغو اسلامی ضده اقداماتو دوادمداره دفاع او  او د بیان د آزادۍ په پلمه ئې مخه نه نیولل ،په ښکاره  په دې زمینې کې له سزا کولو خوندیتوب ته لمن وهي.

دغې موسیسې له ډنمارکه وغوښتل څو د نړیوالو قوانینو په اساس کې دې پخپلو ژمنو عمل وکړي او د دینی نفرت خورونې په باب دې ملګروملتو ملتو پریکړه لیک اجرا کړي.

په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي هغه  کسان  چې د بشری حقوقو د شورا له جوتو دستوراتو سره سره ،خپل غږ نه پورته کوي،خپل اعتبار او باؤر به ډیر زر له لاسه ورکړي.

دغه پریکړه لیک  دهغو حملو د محکومیّت غوښته کوي، چې آسماني کتاب قرآن ئې په نښه کوي او ددغه پریکړه لیک په اساس  دغه ډول اقدامات   دینی نفرت خورونه بلل کیږي.

د تیرې  جمعې په ورځې په سویډ کې په قرآني سپکاویو پسې د ډنمارک په پلازمینې کپنهیګ کې هم د عراق د سفارت په وړاندې الهي آسماني کتاب قرآن کریم یوه نسخه  د یوې افراطي ډلې وګړو وسوځوه.

https://iqna.ir/fa/news/4157417 

captcha