ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د هرات ولایت د اهل سنت ستر دینی عالم مولوی عبدالناصرفاکرپه هغو دستوروکې چی د هرات په جبرییل سیمه کې ترسره شوې د حضرت امام حسین علیه السلام د شخصیت او پاڅون په اړه وویل دغه پاڅون اسلامی امت ته د انسانیت اوځوان مردۍ درس ورکړی دی .
د افغانستان د هرات ولایت د اهل سنت یو شمیر دینی عالمانو په هرات کې د محرم د شپو ورځو د ویر په دستوروکې په شتون سره ټینګار وکړ د افغانستان خلکو د امام حسین (ع)له پاڅون په بیلګې سره امریکا پرضد جهاد وکړ .
د هرات د اهل سنتو عالم عبدالناصر فاکرپه هغو دستوروکې چی د هرات په جبرییل سیمه کې ترسره شوې د حضرت امام حسین علیه السلام د شخصیت او پاڅون په اړه وویل دغه پاڅون اسلامی امت ته د انسانیت اوځوان مردۍ درس ورکړی دی .
دغه افغان عالم وویل خلکو ولیدل چی امام حسین ع د هغه وخت دډیرو جابرو انسانانو په وړاندی په هماغه لږو عسکرو سره مقاومت وکړ او شهید شو .
فاکر وویل د افغانستان خلکو د امام حسین ع له پاڅون په بیلګه اخیستلو سره د کفری نړۍ سترو قدرتونو امریکا او ناټو په وړاندی مقاومت اوجهاد وکړ .
د یادولو ده هغه مهم ټکی چی په افغانستان کې د محرم په پیل سره لیدل کیږی د امام حسین علیه السلام په ویر کې د شیعیانو او اهل سنتو ترمینځ وحدت دی .