IQNA

ملګرو ملتونو د سپېڅلو کتابونو د بې حرمتۍ په غندلو یو پرېکړه لیک تصویب کړ

7:56 - July 27, 2023
د خبر لمبر: 3487695
ایکنا- (تهران) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یو پریکړه لیک تصویب کړی چې د سپیڅلو کتابونو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی او د هغوی سپکاوی د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله راپور ورکوي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د لوېدیځو هېوادونو له مخالفت سره سره، د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره « سپېڅلو کتابونو او دیني نښو ته سپکاوی» وغانده.

 د الجزیرې خبري چینل د سه شنبې په ماښام راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ سکرتریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په متفقه توګه یو پریکړه لیک تصویب کړ یچې د مذهبي عقایدو، مذهبي نښو او سپیڅلو کتابونو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی وغندي.

 د دغه راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړیو عمومي اسامبلې د سه شنبې په ورځ د مراکش له خوا وړاندې شوی پریکړه لیک په متفقه توګه تصویب کړ.

 په دغه پريکړه ليک کې د تصويب شويو مادو له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله د خلکو پر وړاندې د هغوی د مذهب او عقيدې پر بنسټ، د مذهبي نښو، کتابونو، کورونو، سوداګرۍ، املاکو، ښوونځيو، کلتوري مرکزونو پر ضد هر ډول عمل په کلکه غندي.

 په سویډن او ډنمارک کې د قران عظیم الشان د بې شمېره بې حرمتیو او د دغو سپکاویو پر وړاندې د نړۍ د حکومتونو او مسلمانو ملتونو له غصې او غبرګون وروسته، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پرېکړه لیک تصویب شو.

 د اروپايي ټولنې په استازيتوب امريکا، انګلستان او بلجيم د دغه پرېکړه ليک له تصويب سره مخالفت وکړ، خو د بشري حقونو شورا په پرېکنده رايو سره تصويب کړ.

 د یادولو وړ ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د سویډن پولیسو یو ځل بیا په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته هغه کس ته د قرآنکریم د سوځولو اجازه ورکړه چې تر دې وړاندې یې دا ناوړه عمل کړی وو.

 د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا په یوه توهینونکي او اسلامي ضد اقدام کې په ستاکهولم کې د عراق د سفارت مخې ته د سپېڅلي کتاب او د عراق د بیرغ د سوځولو هڅه وکړه.

 د جمعې په ورځ د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د عراق د سفارت مخې ته د اسلاموفوبیک او ښي اړخې ملتپالې ډلې د قران کریم یوه نسخه وسوځوله.

https://www.avapress.com/ps/news/273837

captcha