ایکنا – (پاکستان) د پاکستان په پنډۍ کې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتم کوونکو په ځینو اروپايي هېوادونو کې د قرآنکریم د سپکاوي په غندلو سره، د سویډن په بایکاټ کولو ټینګار وکړ.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله راپور ورکوي چې پنډۍ کې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتمیانو د قرآنکریم په لاس کې نیولو سره په سویډن او ډانمارک کې د قرآنکریم د سپکاوي پرضد مظاهرې وکړې.
په دغو مراسمو کې ګډون کوونکو ټینګار وکړ چې د ډنمارک او د سویډن حکومتونه باید د خپلو غیر اخلاقي او د غیر انساني اقداماتو ځواب ورکړي، ځکه چې هېڅ مسلمان نشي کولای حتی د انجیل او د تورات او نورو په شان د کوم سپېڅلي کتاب یا د دین د سپکاوي فکر وکړي.
هغوې وویل چې اسلامي نړۍ نور قرآنکریم ته د سپکاوي د دوام په هکله چپتیا ونه کړي او د قرآن مجید د عزت لپاره سره متحد شي.
د پاکستان ګڼ شمېر ښځو او ماشومانو هم د حضرت امام حسین علیه السلام د ماتم په مراسمو او د قرآن د سپکاوي د غندلو په مظاهرو کې ګډون درلود.