IQNA

له بیا پرانیستلو وروسته د انګلستان په اسلامي مرکز کې د عاشورا د شپې ماتم

16:37 - July 29, 2023
د خبر لمبر: 3487704
ایکنا – (انګلستان) په لندن کې د برطانیې اسلامي مرکز د امام حسین (ع) د سلګونو مینوالو کوربه وو، چې د دغه مرکز له پرانیستلو یوازې څو ساعته وروسته یې له اهل بیت (ع) سره خپله مینه څرګنده کړه.

ایکنا د انګلستان د اسلامي مرکز له قوله راپور ورکوي چې، دغه مرکز د حسیني عاشورا په شپه او یو ساعت وروسته له پرانیستلو وروسته، د مختلفو ملیتونو د اهل تشیع او د حضرت سید الشهداء (ع) د عزادارانو د پراخ ګډون په مرکز بدل شو.

د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د حضرت ابا عبد الله الحسین (ع) مینوالو په دې شاندارو مراسمو کې، د اهل بیت عصمت او طهارت علیهم السلام په ستاینې سره سینه ووهله.

حجت الاسلام و المسلمین سید هاشم موسوي په دې مراسمو کې د الهي آرمانونو په لاره کې وقار، آزادۍ او استقامت د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو له ځانګړنو څخه وګڼل او د ازادي غوښتونکو له سردار څخه پېروي یې د انسان د نېکمرغۍ د تضمین په توګه یاد کړ.

د انګلستان  اسلامي مرکز چې په لندن کې د مختلفو قومونو د مسلمانانو د ټولنې یو له مهمو مرکزونو څخه دی، شاوخوا درې میاشتې وړاندې د برتانیې د حکومت د اړوندې ادارې د اقدام له امله، ټول مذهبي، تعلیمي او کلتوري فعالیتونه یې درول شوي وو.

د مسلمانانو له پراخ غبرګون او پرلپسې قانوني تعقیبونو وروسته، د عاشورا له شپې راهیسې د دغه مرکز ځینې فعالیتونه بیا پیل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4158697

captcha