ایکنا د پارس ټوډې په حواله راپور ورکوي چې، د عاشورا په ورځ د غزني په نوآباد سیمه کې د ډزو له امله، درې تنه ماتم کوونکي وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان دي.
د نوآباد د سیمې له پېښې سره هم مهاله د طالبانو حکومت د نوآباد په شیعه مېشتو سیمو کې د داعش د ترهګرې ډلې پورې اړوند په یوه کور باندې د عملیاتو ویډیو خپره کړې ده.
د تسنیم له راپور سره سم، په غزني کې امنیتي بنسټونه د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چي د عاشورا په ورځ د نوآباد په سیمه کې د رامنځته شوې پېښې د حقیقت د معلومولو لپاره، د اهل تشیع د استازو په ګډون یوه کمیټه ټاکل شوې ده.
اعلامیه کې راغلې چي د عاشورا په ورځ د ماپښین په دوو بجو باندې یو نیم کسانو د ماتموالو له منځه لومړی د طالبانو پر ځواکونو د ډبرو ګوزارونه کړي او بیا یې ډزې پرې کړي دي، او ماتموال یې مجرمانه کارونو ته هڅولي دي.
طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي چي دغه بلواګرو چي په ماتموالو کې ځانونه پټ کړي وه، فاسد دي او له بهر څخه د ګډوډیو لپاره اړیکې لري.
په وروستیو ورځو کې د غزني په نوآباد سیمه کې د عاشورا په ورځ د ډزو په پایله کې د یو شمېر ماتم کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو په هکله راپورونه خپاره شوي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i136390