په سویډن او ډنمارک کې د خدای د سپېڅلي کلام د پرلپسې بې حرمتي په غبرګون کې د ایکنا خبري آژانس په نوښت د یکشنبې په ورځ د زمري په ۸مه «د بشري حقونو له نظره د قرآن سپکاوی» نړیوال ویبینار جوړېږي.
په دې ویبینار کې چې د یکشنبې په ورځ د غرمې په ۱۱ بجو پیلېږي، د نړیوالو چارو یو کارپوه محسن قانعي به د مبین په سټوډیو کې په راڅرګندېدو سره خپل نظر څرګند کړي، او له سویډن څخه د بحرین حقوقي شنونکی خلیل حسن په آنلاین بڼه خبرې کوي.
همدارنګه په سویډن کې د لبنان د اهل تشیع د عالي شورا استازی شیخ یوسف قاروت او د بحرین د بشري حقونو د ټولنې مشر باقر درویش د دې ویبینار په نورو ویناوالو کې دي.
مخاطبان کولای شي په آپارت کې د قرآن نړیوال خبري آژانس (ایکنا) د پاڼې له لارې "د نړیوالو بشري حقونو له نظره د قرآن سپکاوی" نړیوال ویبینار په ژوندۍ بڼه وګوري.
همدارنګه، د ویبینار د ګډونوالو د خبرو متن به د ایکنا په ویب پاڼه کې خپور شي.