IQNA

قرآن ته د سپکاویو دوام

په سویډن کې د قرآنکریم بیاځلي سپکاوی

16:38 - August 01, 2023
د خبر لمبر: 3487721
ایکنا – (سویډن) د عراق یوه وګړي سیلوان مومیکا له یوه بل کس سره یوځای د سویډن د پارلمان مخې ته یو ځلې بیا د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې د سویډن پولیس وايي، چې دغو دوو کسانو په ستاکهولم کې د ایران د سفارت او د فیتجا اولو جومات مخې ته د قرآن کریم د سوځولو د اجازې غوښتنه کړې وه او د تصویب په تمه وو.

 خو تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی، چې پرون دوشنبه د سویډن د پارلمان مخې ته د «سلوان مومیکا» په نامه یوه عراقي وګړي له یوه بل کس سره یوځل بیا د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.

 په دې کار سره یې عراقیان او د نړۍ په میلیاردونو مسلمانان په غوسه کړل.

https://www.avapress.com/ps/news/274092

captcha