ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې؛ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل، نن (دوشنبه) په تهران کې د ډنمارک سفیر په دې هېواد کې د پرلپسې بې حرمتیو له امله د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لوېدیځې اروپا د مشر له خوا احضار او په دغه هېواد کې د قرآنکریم د سپکاوي د دغه بهیر د دوام په هکله د ایران سخت اعتراض د ډنمارک سفیر ته وړاندې کړ او له هغه څخه وغوښتل شول چې ژر تر ژره خپلې پلازمینې ته د اعتراضونو کچه اعلان کړي.
کنعاني زیاته کړه چې د ډنمارک سفیر د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د لوېدیځې اروپا عمومي مشر ته د دغه بهیر د مخنیوي لپاره د خپل حکومت د اقداماتو په اړه معلومات ورکړل.
د ایران د ډیپلوماټیکې برخې ویاند د دې په بیان سره چې قرآن ته سپکاوی د صهیونیسټانو یوه ناوړه پروژه ده ټینګار وکړ چې دغه حقیقت د کوربه حکومتونو چې دغه جنایتونه او سپکاوي پکې کیږي د دوی مسئولیت نه کموي .
کنعاني څرګنده کړه چې دغه سپکاوی د دغو هېوادونو د پوليسو په اجازې ترسره کېږي او دا ښيي چې د ډنمارک او سويډن د حکومتونو مسئوليت له پامه نه غورځول کېږي او له نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده.