په دې ناسته کې د عراق د سویلي ولایتونو او د کربلا او بین الحرمین او همدارنګه په دې لارو کې په سقاخونو کې د پلي تګ لارو د برښنا چمتو کولو لپاره پر لارو چارو بحث شوی دی.
د عراق د برښنا وزیر د اربعین په ورځو کې د برښنا له هرډول پریکون څخه د مخنیوي او د برښنا د منظم لېږد لپاره اړینې لارښوونې وکړې.
د عراق د ټرانسپورټ وزارت چارواکو هم اعلان کړی چې د دې هېواد بېړۍ د اربعین په ورځو کې د عراق او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د زیارت کوونکو د ځای پرځای کولو لپاره چمتووالی نیسي.
د عراق د ټرانسپورت وزارت د سیندي ادارې عمومي مدیر احمد جاسم نعیم الاسدي هم د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق د ټرانسپورت وزیر محبیس السعداوي امر کړی چې د خدمت کولو او د ایراني زیارت کوونکو د لېږد په موخه چې د اربعین د مراسمو لپاره عراق سفر کوي، پرمختللي مسافر وړونکې بېړۍ ځانګړي کړي دي.
نعیم الاسدي څرګنده کړه: د عراق او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د سیند له لارې د مسافرو د تګ راتګ هوکړه د دوو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی برخې ودې او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې مثبت ګام دی.
د عراق د سیندي ټرانسپورت دې چارواکي د دې بېړیو د شمېر او د کارولو د ځای په اړه یې نور معلومات نه دې ورکړي.
وړاندې هم ایراني چارواکو اعلان کړی وو چې زیارت کوونکي کولای شي د اربعین په ورځو کې د شلمچې په پوله کې د ګڼه ګوڼې پر ځای، د سیند له لارې په بېړيو سره عراق ته ولاړ شي. د خرمشهر – بصرې لاره د سیند له لارې ۱۶ سیندي مایله او نږدې یو ساعت لاره ده.