ایکنا د الوطن په حواله راپور ورکوي چې، د شیخ ابوالعینین شعیشع لمسی محمد العلیماني چې د هغه له زوکړې یوه ورځ وروسته یې په الناس چینل کې خبرې کولې، د هغه د ټاټوبي د خلکو ترمنځ د هغه د یاد ژوندي پاتې کېدو په اړه وویل: د بیلا ښار خلکو، د شیخ د زوکړې 101 کلیزه، د قرآنکریم په تلاوت سره ونمانځله. د شیخ ابوالعینین شعیشع کورنۍ، خپلوان او دوستان او د ښار یو شمېر قاریان راغونډ شول او د قرآنکریم د آیتونو له تلاوت وروسته یې د شیخ لپاره یې د مغفرت او رحمت غوښتنه وکړه.
د الایماني په وینا، شیخ تل خپلې کورنۍ ته ځانګړې پاملرنه کوله او حتی کله چې هغه په 1935 کې تر هغه ورځې پورې د مصر راډیو د ترټولو ځوان قاري په توګه شامل شو او په قاهره کې اوسېده، هغه هېڅکله د بیلا په ښار کې د خپلې کورنۍ سره لیدنه نه پریښوده.
هغه زیاته کړه: شیخ د قرآن د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ډېره هڅه کوله او د ډېر مصروفیت سره سره، هغه د خپلو لمسیانو او د خپلو خویندو د اولادونو په ټولو ودونو کې حاضر وو او همدارنګه د کورنۍ د فاتحې په ټولو مراسمو کې هم ګډون کولو او په خپل ښکي تلاوت سره یې د پاتې کسانو زړونو ته تسلي ورکوله.
د شیخ ابوالعینین شعیشع لمسي د هغه د قرآنکریم د تلاوت د تمرین په اړه وایي: شیخ به هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته یو ساعت تلاوت او هم به یې هره ورځ یو ساعت مزل کولو.