
ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، په دغې خبرپاڼې کې چې په لندن کې د ایران د سفارت د شارژدافیر سید مهدي حسین متین په وړاندیز او د عراق د سفیر په نوښت پرون صادره شوه، د هغو خبرپاڼو لړۍ ته په اشارې سره چې د قرآنکریم په غندنه کې د سیاسي شخصیتونو، حکومتونو او نړیوالو ټولنو له خوا خپرې شوې دي، راغلي دي: سفیران ټینګار کوي چې د حکومتونو په ګډون ټول اړونده ګټه پورته کوونکي باید په توکمپالو کړنو، د پردیو په ویرولو او کرکه اچوونکو ویناوو باندې د غور لپاره خپلې هلې ځلې، د بشري حقوقو د نړیوالو قوانینو مطابق څوچنده زیاتې کړي.
په لندن کې د اسلامي کنفرانس سازمان د غړو هېوادونو جګ پوړو سفارتکارانو څرګنده کړه: د عقیدې یا مذهب سپکاوی، د ټولنو د قطبي کېدو لامل ګرځي، چې د سختو شخړو د رامنځته کېدو او د قهر، کرکې او تشدد د راپارېدو سبب کېږي.
هغوی همداشان د هغو کړنو د مخنیوي پر ضرورت ټینګار وکړ چې د نورو عقایدو بې احترامي کوي او په هېڅ توګه د بیان د آزادۍ په توګه نه شي منل کېدای.