IQNA

د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې د آیسسکو نوښت

11:33 - August 26, 2023
د خبر لمبر: 3487852
ایکنا – (نړۍ) په سویډن کې د قرآنکریم سپېڅلې کتاب ته د سپکاوي پېښې له تکرار سره سم، د آیسکو عمومي مشر د مراکش په پلازمېنه کې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د آزادۍ د چوکاټ په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال، د قرآن له سوځولو سره د مبارزې لپاره د نوښت له پیله خبر ورکړ.

ایکنا د روسیا الیوم په حواله راپور ورکوي چې، د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (آیسسکو) د پنجشنبې په ورځ د اروپا په څو هېوادونو کې د قرآنکریم د مکرر بې حرمتۍ په اړه د ځواب ویلو لپاره د "هغه ولوله ترڅو پوه شې" تر سرلیک لاندې یوه طرحه پرانیستله.

د آیسسکو د خبرپاڼې له مخې، د دغه سازمان عمومي مشر سالم بن محمد المالک د مراکش په پلازمېنه رباط کې د یو نړیوال کنفرانس په پرانیستونکې غونډه کې چې د ګڼ شمېر علماوو او د اسلامي پوهنتونونو مشرانو پکې ګډون کړی وو، د وینا پر مهال دغه اقدام اعلان کړ.

الممالک په دغه نړیوال علمي کنفرانس کې د خپلې وینا په پیل کې چې د «اسلامي ارزښتونو او د نړیوالو قوانینو د اصولو پر بنسټ د آزادۍ چوکاټ» تر سرلیک لاندې جوړ شوی وو، وویل: دغه سازمان د قرآن د سوځولو په غبرګون کې د « هغه ولوله ترڅو پوه شې » نوښت په لاره اچولی دی.

هغه ټینګار وکړ چې دغه نوښت جامعیت، دقیقیت او جدیت لري، چې د قرآنکریم پر ضد د کرکې وړ بریدونو ته مثبت ځواب وایي.

د آیسسکو عمومي مشر همدارنګه د اسلامي تمدن د ریښتینې څېرې د روښانه کولو لپاره د هڅو د همغږۍ غوښتنه وکړه.

محمد بن عبدالکریم العیسی، د اسلامي نړۍ د انجمن (رابطة العالم الاسلامي) عمومي منشي هم په دغه کنفرانس کی ټینګار وکړ: آزادي له اصولو پرته نشي کیدای. حقوق او آزادي په اسلامي شریعت کې تضمین شوي دي.

د مصر مفتي شوقي علام هم په یوه وینا کې وویل: قرآنکریم حق ته بلنه ورکوي او له اخلاقو پرته پرمختګ هېڅ معنا نه لري.

په سويډن، ډنمارک او هالنډ کې د افراطي عناصرو له خوا د قرآنکريم مکرر سپکاوی د مسلمانانو له غبرګون سره مخ شوی او په ځينو اسلامي هېوادونو کې د هغو هېوادونو ډيپلوماتان احضار شوي چې قرآنکريم ته پکې سپکاوی شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4164814

captcha