IQNA

د پاکستان حسیني زیارتوال د ایران له لارې عراق ته ځي

15:03 - August 29, 2023
د خبر لمبر: 3487870
ایکنا – (پاکستان) د پاکستان د حسیني اربعین زیارتوالو د اربعین په لاریونو کې د ګډون کولو او په بین الحرمین کې د شتون لپاره کربلا ته د رسېدا لپاره د ایران لاره انتخاب کړې ده.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې له پاکستان سره د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان د تفتان او میرجاوه سرحد نن سبا د حسیني اربعین د ګڼ شمېر زیارتوالو کوربه دی، کوم چې په حسیني اربعین لاریون کې د ګډون لپاره ځانونه چمتو کوي.

د پاکستان زیارتوالو په سلو بسونو کې ځانونه د تفتان او میرجاوه سرحد ته رسولي دي، چې د ایران د حکومت په غږملتیا او د عراق د ویزو په ترلاسه کولو سره د کربلا په لور د حسیني اربعین په ستر لاریون کې ګډون وکړي.

د میرجاوه سرحد ته د رسېدا لپاره له اوږدې لارې او بیا په عراق کې د حسیني اربعین د لارې له کچ کولو وروسته، د پاکستان زیارتوال په ډېرې مینې او ولولې سره کربلا ته د رسېدا لپاره شېبې شمېري.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137740

captcha