IQNA

په؛21 پيړۍ کې له حسین سره ؛نومې نندارتون

مضنوعي هوش؛د حسین(ع)د عشق خادم

14:44 - August 31, 2023
د خبر لمبر: 3487882
ایکنا-(تهران)  "په 21 پېړۍ کې له حسین سره" نومې نندارتون کې هغه اثار شامل دي چې د عاشورا ادبیاتو پیژندل شوې نړۍ او د ایراني خطاطۍ اصلي هنر د مصنوعي هوش یا ذهانت له ابهاماتو ډکې  نړۍ سره  پرلته کوي، او له رکوع او سجود سره  د کربلا د حماسه پنځونکي میدان د مینې او عشق د روایت کونکی ژبې په پيژندګلوۍ کې  د عشق د عظمت او لوړاوي په وړاندې ماډرن ټیکنالوجي امتحانوي.

حسینی عاشورا له پخوا راهسې تردې دمه نه یوازې  دیوې تاریخي ټریژيډۍ په توګه ،بلکې د یوه پراخ او ژور غورځنګ په توګه درسته نړۍ راګیره کړې ده .هماغه شان چې نن سبا ئې د  حسینی اربعیّن ولولناک او پرتمین لاریون شپې ورځې ددې چارې ګواه دي چې د عاشورا غورځنګ د پولو،ملیّتونو او هیوادونو په چوکاټ کې د کلابند کولو نه دی.

هغه څه چې ددغه راپور په دوام کې راځي،په ایران کې د مصنوعي هوش یا ذهانیت له ماډرن ټيکنالوجۍ سره د اصلي دیني هنر د پرتله کولو په حوزې کې پخپل وار د دغه لومړني،ځانګړي،مختلف ډوله نندارتون د کوربه په توګه د ایراني هنر د باغ میوزیم د پردیس ګالرئ دبرخې له مدیر سارا حسیني سره په خبرواترو او د روایتي ژبې په چوکاټ کې دغه انځوریز نندارتون یوه کتنه ده.

هوش مصنوعی خادم عشق علیه‌السلام

دوو ایرانیو هنرمندانو،روح الله مهدوي او میثم محمد حسین دې ځل د ډیرعجیبه انداز سره په یوه هنر،یعني؛دیني هنر؛ سره له مخاطب سره په ارتباط ټينګولو کې له مصنوعي هوش څخه په استفاې سره د عاشورائي ااو سره هنر دآثارو د پنځولو لپاره  یو پلیټ فارم برابر کړی دی.

هوش مصنوعی خادم عشق علیه‌السلام

هوش مصنوعی خادم عشق علیه‌السلام

په دغه نندارتون کې له موجودو تابلوګانو سره د مخاطبانو په مخامخ کیدا کې ډير مهم ټکی،د دوو اصیلو ایرانیو او پخوانیو هنرونو ،یعني د یویشتمې پیړۍ د نوزیږي په عنوان سره له مصنوعي هوش سره د نقاشۍ او خوشخطۍ تابلوګانو یوځای کول او عجیبه انداز سره پرتله کول دي.

هغه مهال چې مخاطب له نندارتونه بهر وځي ،نو د روح الله مهدوي او میثم محمد حسني په لاس پنځول شوي تابلوګانې او انځورونه تل ددوي دسترګو په وړاندې ظاهریږي،داسې تابلوګانې چې  هر یو ئې،د تل پاتې استفامت ،حماسې،شعور او ولولې یو انعکاس،او په یوه کلام کې د هغو درستو خلکو لپاره آزادي غوښتنه ده چې له کوم دینی تفکر او ملیّت سره له اړوندوالي لیرې،  حضرت امام حسین علیه السلام  په نړۍ کې د آزادي غواړي بیرغوال په توګه پيژني.

هوش مصنوعی خادم عشق علیه‌السلام

د یادولو ده چې  مصنوعي ذهانت یا هوش له صفره رانیولې تر سلو پورې په دغې پروژې کې نه شاملیږي. او  دوو هنرمندانو، د منظوم  اومنثورو آثارو په زمینې کې  له دیني ادبیاتو او سرو ادبیاتو له حوزې په استفادې سره، له حسینی حماسې سره  د اړونده ټکو ټاکلو او غوره کولو ته مخه کړې ده او د مصنوعي هوش او ذهانت نړۍ ته ئې د وړاندې کولو په بڼه، د همدغو ټکو په کارولو سره د انځور تولید، دې ځل د ایراني خطاطۍ په ژبه او له نستعلیق څخه رانیولې تر ثلوث او کوفي خط پورې د خطاطۍ بېلابېل سټایلونه د لیدونکو نندارې ته وړاندې شوي دي.

 د مصنوعي هوش یا ذهانت  په کارولو سره ددغه نندارتون انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

نمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعینمایشگاه عاشورایی با استفاده از هوش مصنوعی
 
 
 

https://iqna.ir/fa/news/4165769

captcha