IQNA

16:35 - September 15, 2023
د خبر لمبر: 3487953

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اشغالګرو پر وړاندې ۱۵ مقاومتي عملیات

ایکنا – (فلسطین) د شهاب نیوز د خبر له مخې، د مقاومت جنګیالیو په لوېدیځه غاړه کې له صهیونیسټي نیواک سره د مبارزې په دوام کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوېدیځه غاړه کې ۱۵ مقاومتي عملیات ترسره کړي چې په هغو کې څلور ډزې هم شاملې دي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اشغالګرو پر وړاندې ۱۵ مقاومتي عملیات

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې د فلسطین د اطلاعاتو د پروسس مرکز معطي خبر ورکړی چې د لوېدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د ډزو څلور عملیات، یو د لاسي بمونو د چاودنې او له صهیونیسټانو سره د کاڼو له ویشتلو نهه نښتې وشوې.

د مقاومت جنګیالیو د الجلمه په پوسته کې پر صهیونیسټي پوځیانو لاسي بمونه وغورځول. په جنین کمپ کې هم فلسطینیانو د صهیونیسټي رژیم پر عسکرو څو ځله ډزې وکړې.

فلسطینیانو د نابلس په سویل کې په بیتا ښار کې هم پر صهیونیسټانو ډزې وکړې.

د فلسطین او صهیونیسټي پوځیانو ترمنځ د جګړې ساحه قلقیلیه ، په اریحا کې د العوجا ښارګوټي او العرب کمپ ته هم ورسېده . پر دې سربېره، فلسطیني جنګیالیو د «فیرد یرحو» پر صهیونیسټي میشت ځای هم ډزې وکړې.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i138566

captcha