ایکنا - د پاکستان دفاع وزیر ددې خبرې په منلو سره چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددښمنیو دلیل د فلسطین له مظلوم ملته ددغه هیواد ملاتړ دی ، ټينګار وکړ، په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائيلي رژيم حمله ددوي پر مځکنۍ بشپړتیا تیری دی، نو ځکه ددغه تیري په ضد د تهران کوټلی اقدام یو دفاعي او مناسب ځواب ؤ.
د خبر لمبر: 3489058 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د (وعده صادق)ریښتوني ژمنې نومې عملیات د تیریګرو د رټلو او سزا کولو په موخې سره په بریالیتوب سره ترسره شوي ، ووئيل ،دادی اوس په پریکنده توګه وایم چې دایران د ګټو په ضد ترټولو وړوکی اقدام به د هغو د درستو عاملانو په ضد په سخت، دردونکي او غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ شي.
د خبر لمبر: 3489057 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا - دغزې تړانګې په مرکز کې په دیرالبلح کې په شهدای الاقصی روغتون کې فلسطینیانو نیواکي ټاټوبو ته دایران د غورا کونکو توغندیو له رسیدا سره په یووخت خوشالۍ وکړې او د الله اکبر چغې ئې پورته کړې.
د خبر لمبر: 3489048 خپرونې تاریخ : 2024/04/15
ایکنا - د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامی په صهیونیسټ رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو د جزئیاتو په باره کښې وویل : هدفونه ټاکل شوی وو او د صهیونیسټي رژيم د شرارتونو تر حده پورې پرې حملې شوی دی .
د خبر لمبر: 3489046 خپرونې تاریخ : 2024/04/14
ایکنا-(غزه ) هغه څه چې تر میاشتو میاشتو پورې د وحشي صهیونیسټي پوځ او په تیره بیا د پوله ایزو سیمو د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو لپاره په یوه سترې خپسکې بدل شوي وو،د ؛طوفان الاقصی ؛نومې ناڅاپی عملیات و سره په واقعیّت بدل شول.
د خبر لمبر: 3488067 خپرونې تاریخ : 2023/10/07
ایکنا – (فلسطین) د شهاب نیوز د خبر له مخې، د مقاومت جنګیالیو په لوېدیځه غاړه کې له صهیونیسټي نیواک سره د مبارزې په دوام کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لوېدیځه غاړه کې ۱۵ مقاومتي عملیات ترسره کړي چې په هغو کې څلور ډزې هم شاملې دي.
د خبر لمبر: 3487953 خپرونې تاریخ : 2023/09/15
ایکنا-(تهران) د فلسطین له طولکرم ښار سره نزدې په حرمیش صهونیسټ میشته ښارګوټي کې د فلسطینیانو په مقاومتي عملیات و کې یو صهیونیسټي اوسیدونکی هلاک شوی دی.
د خبر لمبر: 3487421 خپرونې تاریخ : 2023/05/31
ایکنا-(تهران)د صهیونیسټ رژيم داخلی امنیتی ادارو د روان میلادي کال له پیل راهسې تردې دمه په نیواکي ټاټوبو کې د لږترلږه پنځه ویشتو صهیونیسټانو د هلاکت خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3486395 خپرونې تاریخ : 2022/10/31
تهران(ایکنا)- په تل ابیب مینځ کې په شهادت غواړو عملیات و باندې غبرګونونه هماغ راز دوام لري،د فلسطین اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ددغو عملیات و په ضدد ترکیې او بحرین په دریځونو سخت نیوکې کړي او د صهونیسټ رژيم مشر وئيلي ، امنیتي ځواک دخپلو دندو په ترسره کولو کې ناکام شو دی .
د خبر لمبر: 3485653 خپرونې تاریخ : 2022/04/09
تهران (ایکنا) – د پاکستان دکورنیو چارو وزیر ووئیل ، په بلوچستان صوبې کې د پوځ پر یوه کیمپ د ترهه ګرو په حملې کې څلور پوځیان وژل شوي چې په موقعې په ځوابي عملیات کې پنځلس ترهه ګرو هلاک او د دوي حملې هم ناکامې شوې .
د خبر لمبر: 3485359 خپرونې تاریخ : 2022/02/03
تهران (ایکنا) - د عراق امنیتي رسنیو ډلې د داعش د ترهګرې ډلې له یو قوماندان په نیولو سره چې غوښتل یې د اربعین په ورځ د زوار په خلاف د ترهګرۍ عملیات ترسره کړي، خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3483632 خپرونې تاریخ : 2020/09/20
تهران(ایکنا) - په عراق کې د داعشي تفکیری ډلې له ماتې سره سره ، ددغو ترهه ګرو پاتې ځيني جنایتکار هماغه شان ددغه هیواد په ځينو سیمو کې شتون لري .
د خبر لمبر: 3483378 خپرونې تاریخ : 2020/07/12
تهران (ایکنا) - د یمن د وسله والو ځواکونو ویندوي یحی سریع د سعودي عرب په پلازمینه ریاض باندې د یمن د برید د جزئیاتو په اړه یوه مهمه بیاینه خپره کړې ده.
د خبر لمبر: 3483294 خپرونې تاریخ : 2020/06/23
تهران (ایکنا) - افغانستان کښې په وروستیو نښتو او چاودنه کښې ۴۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور زخمي شوې دي.
د خبر لمبر: 3483060 خپرونې تاریخ : 2020/04/21
نړیواله ډله: د میانمار ځواکونو یوه بیانیه کښې د څلور میاشتو لپاره د روهینګیا مسلمانانو خلاف خپل نظامي عملیات بندولو خبر ورکړي.
د خبر لمبر: 3481805 خپرونې تاریخ : 2018/12/24
نړیواله ډله: په افغانستان او په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې په ختیز ولایت ننګرهار کی دملکی وګړوپر مرګ ژوبله نه یوازی دبشری حقونو خپلواک کمیشنن بلکی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما هم اندیښمنه کړې او دغه ادارې ،په خپل وروستی خپور شوی راپور کې خپله اندیښنه په ډاګه کړې ده.
د خبر لمبر: 3481753 خپرونې تاریخ : 2018/12/11
نړیواله ډله: په پکتيکا ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان جنرال رحمدل هم د طالبانو د والي پيراغا وژل کېدل تاييد کړل. خو وسله والو طالبانو دغه خبره رد کړې ده
د خبر لمبر: 3481744 خپرونې تاریخ : 2018/12/09
نړیواله ډله: د الحدیده سمندری غاړو ته څیرمه په یمنی کب نیونکو، د سعودی جنګی الوتکو په حمله کی، لږ تر لږه ۱۲ یمنیان وژل شوی، او او شمیر کسان لا درک شول.
د خبر لمبر: 3481481 خپرونې تاریخ : 2018/09/01
نړیواله ډله: د روسیې دعسکرو د ژوند په خطر کې اچول هیڅکله هم د منلو نه دی ، د سورئې او دنورو سیمو د هیوادونو د مځکنۍ بشپړتیا اوحاکمیّت ته له کوم قید اوشرط پرته احترام ضروری چاره ده .
د خبر لمبر: 3481038 خپرونې تاریخ : 2018/02/10
نړیواله ډله: د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د امریکې په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو الوتکو سنګوری اربکیان په نښه او بمباری کړل.
د خبر لمبر: 3480916 خپرونې تاریخ : 2017/12/29