ایکنا دالیوم السابع له قوله راپور راکړ، دقرآن کریم دغه لاس لیکلي نسخه، د کیپ ټاؤن د مسلمانانو یو ویاړ حسابیږی او په دغه هیواد کې دترټولو پخوانی لاسلیک شوي قرآن په توګه په بوکپ تاریخي سیمې کې په یوه جومات کې ساتل کیږي.
دغه قرآن د بیا رغونې دعملیاتو په بهیر کې د جومات په پورتني پوړ کې د ۱۹۸۰کال په مینځیو کې په یوې کاغذي آلمارۍ کې کشف شوی دی.
څيړاند په دې اند دي چې دغه قرآن د یوه استاد یا معلم په توان ګورو مشهور ،امام عبدالله بن قادی عبدالسلام له خوا لیکل شوی دی. د انډونیشیا دغه د جمې امام په ۱۷۸۰ کال کې د هالنډي استعمار ګرو له خوا د انډونیشیا له تیدور ټاپو څخه د هالینډي استعمار ګرو په وړاندې د له مقاومتي غورځنګ سره دیوځاي کیدا په جرم کیپ ټاؤن ته جلاوطن کړئ شوی ؤ. هغه له جلاوطنۍ وروسته د قرآن کریم دغه نسخه لیکلې ده.
د جومات د پلاوي یو غړی قاسم عبدالله ددغه قرآن دکشفیداپه باب وئيلي دي، ددغې نسخې د کشفیداپه وخت یو صندوق هم پیدا شوی دی چې دتوان ګورو په لیک ځیني مذهبی متنونه لري.
د قرآن کریم دغه نسخه له جلد پرته او دپاڼو شمیرې ئې هم نشته او په ډير حیرانونکي انداز سره سالم پاتې دی ،یوازې دلومړۍ پاڼې ځیني برخې ئې لږ شان ته ریژیدلې ده.
دغه قرآن په تورې اوسرې جوهر سره او په عادی نسخ خط سره لیکل شوی دی او اوس هم په مناسبت وضعیّت کې دی.
دتوان ګورو د ژوند لیکونکی شفیق مورتن باؤری دی چې هغه احتمالا له پنځو نسخو څخه د لومړنۍ نسخې لیکل په روبن ټاپو کې د نیول کیدا په وخت ،یعني هغه ځای ې[ دآپارټائيډ په ضد دمبارزې سبمول نلسن مانډیلا هم په له ۱۹۶۰ لسیزې تر ۱۹۸۰لسیزې پورې پکې بندي ؤ پیل کړې او له خوشي کیدا وروسته ئې هم دغه کار ته دوام ورکړ.
اعتقاد پر دې دی چې دهغه په وسیله دغه زیاتره نسخې هغه مهال چې داتیاؤ او نوی کلونو په مینځ کې عمر ؤ ،لیکلي دي او لکه څنګه چې عربی ژبه دهغه مورنۍ ژبه نه وه، ددغو نسخو کتابت یوه اوڅاره بریا ده .
په جنوبی افریقا کې د اسلام د تاریخ مدرس شیخ اویسي چې په کیپ ټاؤن کې ئې په لاسلیک شوي قرآن کریم په باب پراخې څيړنې کړي دي ،باؤری دی چې دتوان ګورو انګیزه ، دپه زندانیانو او مسلمانو مریوّنو کې د اسلام د ساتنې لپاره په هغه ځاي یوه هڅه ده چې په هغه مهال کې دهالینډ مستعمره وه.
https://iqna.ir/fa/news/4171004