IQNA

په نړۍ کې د صهیونیستي لابۍ خوځښتونه د مسلمانانو د کنټرولولو لپاره دي

5:37 - September 27, 2023
د خبر لمبر: 3488014
ایکنا-(صنعاء) د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر د پیغمبر اکرم(ص)د نیکمرغه میلادپه مناسبت په یولړ څرګندونو کې په نړۍ کې د صهیونیسټي لابۍ دخوځښتونو موخه د مسلمانانو کنټرولول او ورسره مقابله او د دوي په داخل کې نفوذ کول وبلل.

 ایکناد المسیره ټیلیویژڼی چینل له قوله راپور راکوي، د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي ووئیل،د یمن ملت  به  په ټولو روا آوزارونو سره  دنیواکګرۍ او کلابندۍ  او تیریو  دختمولو لپاره  هڅو ته  دوام ورکړي.

 د یمن دانصار ا...ولسی غورځنګ رهبر بیګا د اسلام دګران پیغمبر (ص) د نیکمرغه میلاد په مناسبت په یوې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې دښمنان غواړي ، د مونږ ولس بې هویّته شي او دا هغه لاره ده چې  په دې وسیله  خلک پخپل کنټرول کې راوستلی شي،ووئیل؛که  خبرې اترې کومې نتیجې ته ونه رسیږي ، د مونږ ولس حق لري ، په ټولو قانوني  آوزارونو سره  د تیریو، کلابندۍ او نیواکګرۍ دختمولو لپاره هڅه وکړي.

 د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر په نړۍ کې د صهیونیسټي لابۍ دخوځښتونو موخه د مسلمانانو کنټرولول او ورسره مقابله او د دوي په داخل کې نفوذ کول وبلل. 

هغه په دوام کې  دیمن اته کلنو تیریو  دوام ته په اشارې سره ووئيل،  د مونږ د ولس ترټولو لوي لومړیتوب  له تیریو سره مقابله  وه ،دمونږ ولس  خپله آزادي  له لاسه ورکوله   او په یوه نیول شوي هیواد بدلیدل ،چې  په بشپړ ډول د بهرنیو په کنټرول کې  ورغلی ؤ.د انصار ا... رهبر  ووئیل، دښمنانو  دمونږ پوځي توان ولید  او  دداسې حملو شاهدان وو چې  له پرمختللو دفاعي سسټمونو درلودلو سره سره  دعربستان او متحده عربی اماراتو دسیمو مینځ ته رسیدلې او همدغه مقابل   مخه نیونکی قدرت  سبب شو څو  تیریګر په خود کې شي او خبرواترو ته غاړه کیږي  او د یمن د ملت  حق تسلیم کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4171377/

captcha