IQNA

په مصر کې په حجازی خط د قرآن یوه ترټولو پخوانۍ نسخه مرمت شوه

6:27 - September 27, 2023
د خبر لمبر: 3488015
ایکنا-(قاهره) د مصر  ملی کتابتون او آرشیو د لومړی هجري قمری پیړۍ سره  اړونده په حجازی خط د قرآن کریم د یوې  ترټولو پخوانئ  او کم موندونکې نسخې د مرمتولو د کار د ختمیدا خبر ورکړ.

ایکناد المیادین له قوله راپور راکړ،د مصر ملی کتابتون اوآرشیو  د هغه حجازی قرآن د مرمت کولو جشن  لمانځي  چې په نړۍ کې د قرآن  یوه ترټولو پخوانئ  او کمه موندونکي نسخه شمیرل کیږي.

دغه خطي نسخه  دمصر د ملی سندونو د ادارې  او دارلکتب  په ټولګې کې موجوده یو ه ترټولو  مهمه او پخوانۍ خطي نسخه شمیرل کیږی چې په خجازی خط سره لیکل شوې ده  او مخینه ئې  لومړنۍ هجری قمری پیړۍ  ته وررځي  او په دې کې ۳۲ پاڼې ، ۱۶ یوازې پاڼې  او ۸ دوه پاڼې دي .

په دغه کم موندونکي قرآن کې دال عمران سورې پر بشپړ متن  سربیره د قرآن لس متنونو څخه ځینی آیتونه شامل دي . د یادولو ده چې  ددغه خطي نسخې  نوره برخط د برلین  د کتابتون په کمپلیکس کې موجودې دي.

 د ؛میراث د ساتنې او نوی جمهوریت : په عنوان سره ددغې مرمت شوي نسخې د مخ کتنې جشن   نن  چارشنبې ورځې د تمدن میوزیم  په خوا کې په فسطاط ښار کې د سندونو دمرکزی کوټې په م دفتر کې ترسره کیږی.

په دغه جشن کې  د قرآن کریم ددغې نسخې  یو مستند فلم ننداره ، ددغې نسخې د مرمت  مرحلې او تاریخچه  او همداراز په دارلکتب  کې د خطي نسخې  دمرمت مرکز  او  د دارلکتب  دمرمت په ازمیښت ځاي ک ې ئې  صحافی کونې شاملې دي.

حجازی خط   هغه لومړنی اسلامی خط دی چې له حجاز سره منسوب دی او د قرآن کریم دکتابت لپاره په لومړنۍ هجری قمری پيړیو کې ورڅخه استفاده کیدلی ،ورسته ددغه خط په ځاي کوفی خط دود شو.

https://iqna.ir/fa/news/4171227/

captcha