IQNA

د مصر ستر دینی عالم وائي،د اهل بیت(ع)د نسل بقاء یوه الهي معجزه ده

16:34 - September 27, 2023
د خبر لمبر: 3488018
ایکنا-(قاهره) د مصر د لوړپوړو عالمانو د پلاوي غړي شیخ علی جمعه د حدیث ثقلیّن پر تل پاتیکیدا په ټينګار سره ، د اهل بیت علیهم السلام د نسل بقاء یوه الهي معجزه وبلله.

ایکنانیوز د نون خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د مصر پخواني مفتي او ددغه هیواد لوړپوړو عالمانو د شورا غړی شیخ علی جمعه ټينګار وکړ،چې د پيغمبراکرم(ص)د اهل بیت(ع) د نسل بقاء یوه الهي معجزه  او د مونږ د مولا  خاتم الانبیاء محمد مصطفی(ع) موئد ده.

شیخ جمعه پخپل فیس بوک ټولنیز چینل کې ووئيل،د مونږ مولا رسول الله بزرګوار(ص)پیغام راوړ او حقیقت ئې روښانه کړ او  دا د آسمان او مځکې پروردګار ؤ چې او له اوو آسمانونو پاسه او دمځکې له فرشه ئې د هغه نبوت ئې تصدیق کړ.

شیخ جمعه د پیغمبر اکرم(ص) حدیث ثقلیّن ته اشاره وکړه، چې د خداوندمتعال کتاب او اهل بیت علیهم السلام ئې  دوه ګرانبیّه  شیان بللي دي چې په خلکو کې   په امانت پریښودل شوي دي ،ټينګار وکړ،ډیری مسلمانو عالمانو پخپلو مشهورو کتابونو کې  ورته توجه کړې ده .

د مصر پخوانی مفتی ووئيل،رسول الله (ص) په یقین سره پوهید چې  دهغه نسل به  له دوو لمسیانو حسن او حسین  علیهما السلام  څخه له ختیځه تر لویدیځ پورې پر ټولې مځکې خور وور شي.

 هغه روښانه کړه ، امام حسن (ع) ته زهر ورکړل شول او شهید شو او امام حسین علیه السلام  هم د کربلا به میدان کې په تورو شهید شو، خو خداوندمتعال  د امام حسین زوی  زوی امام زین العابدین (ع) ژوندی وساته او،هماغه شان چې د امام حسن مجبتی بچیان حسن المثنی  او دهغه وروز زید الابلج ئې ژوندي وساتل او له دغو درو  پاکو او پاکیزه انسانانو څخه  نسل او بچیان وزیږیدل.

شیخ جمعه  د خپلو خبرو په پاي کې ووئيل، هغه څه چې  د پیغمبر او دهغه د اولاد  دسبط له بقاء ئې وینم ،له الهي عنایت  پرته بل څه نه دي.

https://iqna.ir/fa/news/4171432 

captcha