IQNA

د سویډ پولیس په یوه جومات کې د اور لګیدنې په باب څیړنې کوي

9:52 - September 28, 2023
د خبر لمبر: 3488021
ایکنا-(سویډ) د سویډ پولیس  په دغه هیواد کې قصدا دیوه جومات د سوځیدا د اقدام په ارزونې بوخت دی او ډیره زر به ئې نتیجه اعلان کړي.

ایکنا دعرب لندن ویبسایټ له قوله راپور راکړ،د سویډ پولیسو ددغه هیواد په مرکز  کې  په سکیلسټونا کې د یوه جومات په سوځولو کې  د قصدا اقدام په باب څیړنې پیل کړي دي.

د سویډ پولیسو  پخپل ویبسایټ کې دیوه راپور په خپرولو سره په دې باب وئيلی دي،په دغه جومات کې د اور لګیدو په باب څيړنې دوام لري.پولیسو له شاهدانو سره مرکې کړي او کوي ئې او که په دغې سیمې کې څارونکي کیمرې وي ،نو له دغو کیمرو به استفاده وکړي .

د سویډ دپولیسو  ویندوي له فرانس پریس خبري آژانس سره په خبرو کې له دغه قصدي اور لګونې سره په ارتباط کې ووئيل،د دوشنیې په ماسپښین د سټاکهم په کابو سل کلومیټرۍ لویدیځ کې په سکیلسټونا ښار کې په یوه جومات کې اورلیګیدلی البته کومې مرګ ژوبلې ئې نه دي درلودلي او تر اوسه پورې په دې اړه څوک نیول شوي هم دي،خو څیړنې پیل شوي دي.

 د جومات ویندوي انس ډینش فرانس خبری آژانس ته ووئيل، جومات تقریبا په بشپړ ډول کنډواله شوی دی او هیڅ شی ئې د تعمیر نه دي. د سویډ په مرستندویه ادارو کې د مسئولو چارواکو په وینا،  اور اصلی ودانۍ راګیره کړې  او د چت د نړیدا سبب شوی دی. ډینش  زیاته کړې ده ، د  هغې سیمې په لور  چې جومات پکې واقع دی ،له اوښکو ډکې سترګې سړي او ښځې  روان وو، چې ما تر دې دمه په دومره اندازه په ژړا خلک نه دي لیدلي.هغه ووئيل اوس پر چا کوم تور نه شو لګولی البته د پولیسو دڅیړنو په تمه یوو،څو دوي دخپلو څیړنو نتیجې اعلان کړي.

د سویډ په سکیلسټونا ښآر کې په زرګونو مسلمانان ژوند کوي او  دغه ښار تقریبا یو لک لس زره آبادي لري.

https://iqna.ir/fa/news/4171638 

captcha