ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان خارجه وزیر په یوه خبری کنفرانس کې ووئيل،اسلام اباد د صهیونیسټي رژيم د په رسمیّت پيژندنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري او په دغه باب به دبل هیوادهیڅکله پيروي ونه کړي.

ایکنانیوز د ایکسپریس نیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان موقته خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني په یوه خبری کنفرانس کې ووئيلو هیواد ئې له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو د عادي کولو لپاره هیح پروګرام نه لري او د فلسطین د ملت په باب د پاکستان پالیسي روښانه ده .
هغه روښانه کړې ده چې پاکستان به د صهیونیسټ رژیم د رسمیّت پيژندنې په باب دهیڅ یوه ثالث هیواد پیروي ونه کړي او د پاکستان لپاره د فلسطین او کشمیر مسلې یوه مسئله ده .
د پاکستان خارجه وزیر ټينګار کړی دی چې فلسیطینیان باید خپل برخلیک پخپله وټاکي،د فلسطین د موضوع یوازینئ حل لاره د یوه خپلواکه هیواد جوړیدا ده او قدس باید د فلسطین پلازمینه شي.