IQNA

پاکستان صهیونیسټي رژيم هیڅکله هم په رسمیّت نه پيژني

6:38 - September 30, 2023
د خبر لمبر: 3488026
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان خارجه وزیر په یوه خبری کنفرانس کې ووئيل،اسلام اباد د صهیونیسټي رژيم  د په رسمیّت پيژندنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري او  په دغه باب به  دبل هیوادهیڅکله پيروي ونه کړي.

ایکنانیوز د ایکسپریس نیوز له قوله راپور راکړ، د پاکستان  موقته خارجه وزیر جلیل  عباس جیلاني  په یوه خبری کنفرانس کې ووئيلو  هیواد ئې  له صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو د عادي کولو لپاره هیح  پروګرام نه لري او د فلسطین د  ملت په باب د پاکستان پالیسي روښانه ده .

 هغه روښانه کړې ده چې پاکستان  به د صهیونیسټ رژیم  د رسمیّت پيژندنې په باب دهیڅ یوه ثالث هیواد پیروي ونه کړي او د پاکستان لپاره د فلسطین او کشمیر  مسلې یوه مسئله ده .

د پاکستان خارجه وزیر ټينګار کړی دی چې  فلسیطینیان باید خپل برخلیک پخپله وټاکي،د فلسطین د موضوع یوازینئ حل لاره  د یوه خپلواکه   هیواد جوړیدا  ده او قدس باید د فلسطین پلازمینه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4171786

captcha