ایکنا د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د عمومي اړیکو د دفتر له قوله راپور راکړ، دتائيلینډ دپاچا لسم راما او ملکې سوتیداشهرپاتاني د میلاد النبی په دستورو کې په شتون سره د۲۰۲۳کال د قرآن کریم د تلاؤت د شپاړسمو عمومی سیالیو جایزې همه ددغو سیالیو غوره کسانو ته ډالۍ کړې.
دغه دستورې چې دد مولنګ پاتاني سیمې پاتاني ولایت په مرکزي جومات کې ترسره شوې، د پاتاني مرستیال ګورنر یا والی اوسوت د پاتانی ولایت دمرکزی جومات د جماعت امام رویاوانسو د ښاروال نیانواس سلیمان یو شمیر نور غوره شخصیّتونو او ځای چارواکو دتلاؤت دعمومی سیالیو قاضیانو د کمیټې مشر سانیت ایمریت او دغه شان یو شمیر عامو خلکو هم پکې شتون درلود.
د تایلینډ پاچا اوا ملکې د پاتانی ولایت د مرکز په جومات هال کې په شتون سره په تایلینډ کې د قرآن کریم د تلاؤت د عمومی سیالیو غوره کسانو ته په ډالس ورکولو سره ددغه جومات او سیالیو د فعالیتونو ،موخو او هڅو په په باب راپور هم واورید او له دې وروسته د جومات له کمیټې او خلکو په ټول کې ئې په شتون سره له هغوي سره خبرې هم وکړې.