IQNA

وحشي صهیونیسټي رژيم خپل څارویتوب بیا نندارې ته وړاندې کړ

13:46 - October 18, 2023
د خبر لمبر: 3488130
ایکنا-(غزه) په داسې حال کې د وحشی صهیونیسټي رژيم جنګی الوتکو دغزې په المعمداني روغتون باندې په وحشیتوب سره بمباري وکړه او څه دپاسه زرو ماشومانو ،ښځو اوبوډآګانو او ځوانانو وینه ئې وبهوله او روغتون ئې په کنډوالې  بدل کړ،دنړۍ  په سویه دهغه وحشیتوب په ضدکرکه اوغوسه په زیاتیدا ده چې امریکا ئې بشپړ ملګرتیا کوي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، دفلسطین د غزې په المعمدانی روغتون کې پاتې ډاکټرانو او نرسانو د سلګونو ماشومانو ،ښځو او ځوانانو د جنازو په مینځ کې په خبری کنفرانس کې د وحشي صهیونیسټي  رژيم د جنایتونو په باب ووئيل،هغه قدرتونه  او حکومتونه چې تر دې دمه ئې د صهیونیسټي رژيم په وحشیتوب  او څارویتوب کې کوم شک درلود، راشي دغه د انساني غمیزې  صحنه دې وګوري، دغه روغتون دې وګوري چې د انسانانو درملنه  ئې کوله اوس په کنډوالې بدل شوی  او د زرګونو بې ګناه ماشومانو،ښځو ،ځوانانو ،ډاکټرانو او نرسانو وینه ئې پکې وبهوله او که بیا هم د وحشي توب په دغه صحنې کې شک کوي، نو د دوي ضمیرونه په بشپړ ډول مړه دي او نور له دوي د دبشریّت په خاطر د هیڅ ډول اقداماتو تمه نه کیږي.

په راپور کې وئيل شوي دي د وحشی صهونیسټي رژیم په وسیله د بشریّت په ضد د جنایتونو  دولسمه ورځ په داسې حال کې رارسیدلی چې په المعمدانی روغتون کې  دناروغانو او بې څوکه ټپيانو او بوډاګانو درملنه روانه وه چې ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو پر ناڅاپي یو ټنیز بم وغورځوه او دغه آباد روغتون ئې په بشپړ کنډوالې بدل کړ او د زرګونو  انسانانو وینه ئې وبهوله. دغه روغتون ته پناه راوړونکو دا خیال کاوه چې  دغه ځای په امن کې دی څو د وحشي صهیونیسټانو  له څارویتوبه خوندي پاتې شي ،خو دغو وحشیانو په دغه ځاي داسې بمباری وکړه چې انسانیّت ئې وشرموه او  خپل هویّت او ځيږه څیره ئې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړه او وې ښودله چې  دخپلو  جنایتونو  لپاره هیڅ حد و حدود  نه پيژني،یو داسې جنایت چې ددرستې نړۍ غبرګونونه او کرکې او غوسې ئې راوپارولې او ویده ضمیرانه ئې هم ولړزول.خو بیا هم دغه دروغجن او خبیث صفته رژيم د هراړخیزې لاتړې شیطانې  امریکا ولسمشر جوبایډن چې همدانن سهار وختي نیواکي ټاټوبو ته رسیدلی،په دروغجنو  خبرو کې ئې  ادعا کړې چې  دغه حمله اسرائيلو نه ده کړې او بل چا کړې ده. چې ډيره دخندا وړ ادعا بلل شوې ده.

فیلم | بمب یک تنی ارتش اسرائیل برای بمباران بیمارستان غزه

د المعمداني روغتون ډاکټرانو د  سلګونو جنازو په مینځ کې پخپل دغه خبری کنفرانس کې په ډاګه کړه ،هیڅ ضمیر لرونکی  دا تصوّر هم نشي کولی  چې په دغه شان ځای کې کوم پوځي  اقدامات اویا ټرینینګ سنټر وي ، له ناروغانو او  ټپیانو پرته دلته بل هیڅوک شپه نه سبا کوي، خو دا چې ادعائې کړې دلته پوځي  روزنې ترسره کیدې،له ملنډې زیات څه نه دي.

 له دې سره په یووخت د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش خوله وازه کړې او وئيلي ئې دي چې باید سملاسی اور بند وشي او  لوري ئې زغم ته بللي دي،حال دا چې له دې مخکې ئې هم همدغه جنایتونه پخپلو سترګو لیدل خو د مړاوي ضمیر څښتن پرې سترګې پټې کړي وې او د بېګناه زرګونو کسانو ژوند ورته هیڅ ښکارید.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی هم وئيلي دي ،هغه څه چې په غزې کې ولیدل شول  دحماس په ضد کوم اقدام  نه دی ،بلکې د غزې د اوسیدونکو کوچولو ته اړباسل دي چې د بشریّت په خلاف یو ښکاره اقدام دی  او  دا داسې شی نه دی چې ومنل شي.

له دې سره په یووخت د فلسطین مقاومتي مبارزانو اعلان کړی چې دغه وحشیتوب به بې ځوابه پاتې نشي او ځواب ئې  وویني.  راپورونه ښئ چې  د نیواکي ټاټوبو په شمال کې د لبنان له پولو سره نزدې  هم د لبنان دحزب الله  او حماس غورځنګ مبارزانو پر نیواکي ټاټوبو دخپلو توغندوي بریدونو لړۍ ته دوام ورکړی ا وئيل کیږي چې  په نیواکي ټاټوب کې  نحل عوز صهیونیسټ میشته ښارګوټي کې ئې د وحشي پوځيانو دغونډيدا په ځاي توغندی ویشتي دي.

له دې سره په یووخت نیویارک ټایمز هم لیکلی دي دامریکا دځانګړي کمانډوزو یوه دله  نیواکي ټاټوبو ته لیږدول شوي څو  له اسرائيلو سره په اطلاعاتي  فعالیتونو کې مرسته وکړي،البته له بل پلوه صهیونیسټي رسندوئي فعالانو په زغرده وئيلي دي ، د مونږ مطلق خوندیتوب  په له مینځه تلو دی او نور  په اسرائيلو کې هیڅ خوندیتوب نه لري.

د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بري ددغې غمیزې په غبرګون کې وئیلي دي ،دغه جنایت  یوازې د فلسطین  و فلسطینیانو په خلاف نه  بلکې ددرست بشریّت او انسانیّت په نښه کول دي او نړیوال وجدانونه باید ویښ شي  او دصهیونیسټانو په وسیله د نسل وژنې مخه ونیسي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/07/26/2973625

captcha