ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام په یوې اعلامیې کې وویل په افغانستان کښې څلور میلیونه خلک چې درې اعشاریه دوه میلیونه پکښې ماشومان دي له سختو ناوړه خواړو سره مخامخ دي.
د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي په دغې اعلامیې کې وئيلي دي، نهویشت اعشاریه دوه میلیونه خلک یعني د افغانستان د نفوسو په دریو کښې دوه برخې خلک په روان میلادي کال کښې څو اړخیزو بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.
د خواړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کښې پیځلس اعشاریه درې میلیونه خلک د روان میلادي کال له مي میاشتې راهسې تراوسه پورې په سخته د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته واک ته د طالبان په رسیدا پسې امریکا د افغانستان په ضد په اقتصادي بندیزونو سره ددغه هیواد د جنګ ځپلو خلکو ترینګلتیاوې او مشکلات لا زیات کړي او او د افغانستان د ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ ئې هم کنګل او نغرلي دي.