ایکنا نیوز دالجزیره له قوله راپور راکړ، دمصر په مختلفو ښارونو کې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په محکومیّت کې پراخې مظاهرې ترسره شوې.د مصر ولس په دغو سترو لاریونونو کې په غزې کې پر روغتونونو دبمباریو او دعامو خلکو وژلې په کلکه مخکومې کړې او په سختو شعارونو ورکولو سره ئې ددغو جنایتونو دبندیدا غوښته وکړه.
راپورنه ښئ چې په اردن ،مراکش،قطر،بحرین،عربستان،هندوستان ،کویټ، پاکستان ،افغانستان ،انډونیشیا،ملایشیا،افریقاېي هیودونو او دغه راز په لویدیځي هیوادونو کې هم په لسګونو ښارونو کې د فلسطین دمظلومو خلکو په ملاتړ او دغه راز د جنایتکار رژيم د بې آمانه حملو او قتل عام په ضد پراخې مظاهرې وشوې او درستو خلکو پر نړیوالو اورګانونو او په تیره بیا داسلامی هیوادونو پر مشرانو غږ وکړ، چې د فلسطین دمظلومو ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو پشمول د بې دفاع او بې څوکه خلکو سره دې مرستې وکړي او پر وحشي صهیونیسټانو دې دباؤنه واچوي،څو څاروي ډوله بمبارۍ او د ماشومانو اوښځو عامه وژله بند کړي.
دوي همداراز له خپلو واکوالانو وغوښتل دوي ته د زمینه برابره کړي، څو له خپلو فلسطینیو خوئيندو وروڼو سره د مرستې او خواخوږئ په خاطر غزې ته لاړ شي او دهغوي تر څنګ له وحشي صهیونیسټانو سره وجنګیږي.
په دې اړه په مختلفو هیوادونو کې د فلسطینانو په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتون واو بې آمانه بمباریو په ضد د میلیوني خلکو دمظاهرو یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.