IQNA

د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

8:20 - October 23, 2023
د خبر لمبر: 3488157
ایکنا-(تهران) په سیمې کې افغانستان او پاکستان دوه داسې هیوادونه دي چې تر دېدمه په پولیو ناروغي هماغه راز ماشومان ګواښي او یوځل ددغو هیوادونو واکوالانو دګوځڼ د ناروغۍ په ضد واکسینشن ته مخه کړې ده.

ایکنا نیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د روغتیائي چارو وزارت په یوې  اعلاميې کې د شپاړسو ولايتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان واکسين کړي، څو له افغانستانه د پوليو ناروغي له منځه ولاړه شي.

له"پولیو څخه پاک افغانستان" سازمان اعلان وکړ چې نن به د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.

په راپور کې وئيل شوي دي چې له پولیو څخه پاک افغانستان» په نوم د ایکس ټولنیزې شبکې په پاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه کمپاین په تخار، کندز، بغلان، نورستان، کنړ، لغمان، کاپيسا، کابل، پروان، ننګرهار، خوست، پکتيا، پکتيکا او غزني ولایتونو کې پيلېږي.

په دغه اعلاميه کې د يادو ولايتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي، چې له پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان واکسين کړي، څو له افغانستانه د پوليو ناروغي له منځه ولاړه شي.

له دې وړاندې هم د طالبانود عامي روغتیا وزارت لخوا په بیلابیلو ولایتونو کې د مرستندویه مؤسسو په همکارۍ د پولیو د واکسین څو دورې کمپاینونه په لاره اچول شوي وو.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې دي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال افغانستان او پاکستان د نړۍ يوازني هېوادونه دي، چې د پوليو ناروغي پکې صفر ته نه ده رسېدلې.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i140362

captcha