IQNA

د پوهنتونونو استاذانو په المعمدانی روغتون کې د صهیونیسټي رژيم جنایت په سخته محکوم کړ

7:32 - October 24, 2023
د خبر لمبر: 3488161
ایکنا-(تهران) د هیوادونو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مرکزونو درست استاذان دګروهنې په بڼه کې له دغه کمپاین څخه دملاتړ کونکي په توګه خپله ،د خپل پوهنتون نامه او دهیواد نامه په دغه ایمیل باندې رالیږلی شئ څو د ضمیر ویښه استاذانو په دغه کمپاین کې برخه واخستل شي..... info@iqna.ir

ایکنا په پوهنتونو نو کې درهبرۍ د ستر مقام د نمایندګۍ ددفتر  له قوله راپور راکړ د ایران د اسلایم جمهوریت دپوهنتونونو استاذانو په  دغې اعلامیې کې  چې په درو ژبو صادره شوې ده راغلی دي،د طوفان الاقصی نومې ویاړمن عملیات  چې له خپلو شخصي حقوقو څخه په دفاع کې د فلسطین دملت او مقاومتي ډلو یو خودجوشه اقدام  او د صهونیسټي رژيم په محاسباتو یوه لویه اوتاریخي حمله ده ،یوځل بیا د کلام الهي ،؛ نّ أوْهن الْبیوت لبیْت الْعنْکبوت» ئې په یوه یقینی باؤر بدل کړی او ددغه وحشی رژيم  ډَډ او دردوغجن هیبت  په اثباتولو سره ئې پر نیواکګرو جنایتکارو یوه نه جبرانیدونکي ناکامي تپلې ده ، او البته دغه اقدام  له خپلو حقوقو څخه په دفاع کې د یوه کړیدلي ملت له خوا یو روا ځواب دی اومقاومت  د خپل ټآتوبی د غاصبانو او په یوه ملت دتیریګرو  په وړاندې ، یو ترټولو لومړنی حق دی  چې د درستو پتمنو او شرافت لرونکو انسانانو  له خوا  چې په هر دین و فکری مسک او اعتقاد سره وي ،منل شوی دی.

 په دغې اعلامیې کې راغلي دي،له یوې خوا د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  وحشتناک  چلندونه چې پخپلو څو لسیزو غاصبانه ژوند کې ئې تل د فلسطین کړیدلي خلک ئې په ښکاره  په آپارټائيډ سیاستونو سره  له قتل عام ،جنایتونو او وحشيتوب سره مخ کړي دي او  ددغه رژيم سپيره کارنامه له هماغه پیله ترې دمه د فلسطنیانو د لومړنیو حقوقو په ښکاره له نیواک، عامې وژلې ، د مقدسو ځایونو له سپکاویو او وحشيتوبه  ډکه ده  او  دهغر پتمن اسنان زړه ئې کړولی او اذیت کړی دی . هغه څه چې اوس  په غزې کې تیریږي  او  هغه وحشي ډوله حملې چې په دغې سیمې کې ئې له  څو ورځو راهسې رڼا ورځ پر مظلومو خلکو تورتمه کړې ده او  جوماتونه ،ښونځي، پوهنتون، روغتونوه  او مرستندویه مرکزونه  ئې په کنډوالو بدل کړي ، اوبه ،سونګ،درمل  ئې بند کړي، دا ټول د بشریّت په ضد د جنایت او ډله ایزې وژلې یو ښکاره مصداق دی.  

 په دغې اعلاميې کې دغه راز وئيل شوي دي ، له نړیوالو ټولنو،اورګانونو او د بشری حقوقو اړونده  مسئولو ادارو څخه تمه کیږي، دخپلو انساني او قانوني دندو دترسره کولو لپاره دې  د چپتیا  او بې عملۍ لاک په ختمولو سره د فلسطین د ملت د حقوقو تحقق او د نیواکګړو دسزا کولو سره دې  خپله لمن  په دغه نه انکاریدونکو جنایتونو کې  چې د بشری ټولنې لپاره یو ننګ اوپيغور شمیرل کیږي ،پاکه کړي او  په اغیزشیندونکي اوچورلټ   غبرګون سره دې  د دغه وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په محکومولو سره  دغه رژیم ددغو جنایتونو له  دوامه وغړوي .مونږ د  ایران داسلامی جمهوریت درست استاذان  د فلسطینیو شهیدانو پاک روح ته په احترام سره  چې  ددوی درد او کړاؤ خپل درد ګڼو  او  د اسرائيلي رژيم د بې شرمو جنایتونو او وحشیتوب په وړاندې له ځانه ددفاع لپاره ددوي پر شخصي اوقانوني حق باندې ټينګار کوو او همداراز  ددغه وحشي رژيم د بشری ضد اقداماتو ددریدا لپاره  د نړیال فوري اقدام او کلک هوډ په ضرورت هم تاکید کوو او باؤری یوو چې په فلسطین کې به تل پاتې سوله اوآرامښت ټینیګدا، د نیواکګرۍ له ختمیدا، دکډوالو دبیرته ستنیدا، د درستو فلسطینیانو په ګډون او دټول پوښتنې په اساس  د فلسطین د راتلونکي نظام له ټاکل کیدا  او په نهایت کې  د قدس شریف په پلازمینې د یوه واحد فلسطینی حکومت له جوړیدا پرته ناممکن وي.

 همداراز ددغې اعلامیې په پای کې  د نړۍ درستو متفکرانو ،نظرخاوندانو پوهنتونوالو په تیره بیا داسلامی نړۍ استاذانو ته بلنه ورکړل شوې چې  د ددغو وحشي ډوله  جنایتونو په محکومولو کې دې په مختلفو  ډګرونو کې د دغو مظلومو خلکو چغه شي او د دوي په دفاع کې دې  خپلې روشنفکرۍ مسئولیّت  هیر نه کړي او اجازت دې ورنکړي   ددوی  په وړاندې  ترټولو بوږنونکي او وحشي توبونه پيښ شی . یوه بله مهمه دنده د صهیونیسيټي  ظالم ترهه ګر حکومت د سزاکولو  تعقیبول دی . دنیا باید پوهه شي چې  دغزې خلک یوازې نه دي او  فلسطین تل د اسلامی نړۍ یوه نه بیلیدونکي برخه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4176717

 

captcha