ایکنا د رهبرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار دد لرستان ولایت د ۶۵۵۵ شهیدانو د درنښت د کانګرس له چاروالو سره په کتنې کې دصهیونیسټي رژيم د جنایتونو په مقابل کې د غزې د خلکو له اقتدار او صبرسره یوځاي مظلومیّت ته په اشارې سره ټينګار وکړ، زخمي شوی او له پښو لویدلی رژيم د غزې له خلکو څخه د فلسطینیو مبارزانو د سختو ګوزارونو دغچ په اخستو بوخت دی ،البته بې شکه او د وحشي صهیونیسټانو په جنایتونو کې د امریکا بشپړ ملګرتیا او د نړۍ د اشرارو له درستو ملاتړونو سره سره ،دا ټول ظلمونه او جنایتونه ، په نهایت کې هیڅ نتیجه نه ورکوي او په دغې پيښې او په راتلونکو قضیو کې چورلټ بریالیتوب د فلسطینیانو دی.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په غزې کې روانې غمیزې راتلونکي جوړوننکي پیښې وبللې او دغزې استقامت کونکو خلکو قدرتمنې روحیې او انګیزې سره یو ځاي مظلومیت ته په اشارې سره ووئيل، خونخوار او بدماش دښمن ، د ماشومانو،میرمنو او سړیو د عامې وژلې او جنایتونو لپاره هیڅ حد او حدودو ته قایل نه دی او دغزې خلک د کلمې په حقیقي او ژورې معنا سره مظلوم دي.
دوي دغزې د مظلومو خلکو دتوکل او صبر په قدرونې او ستاینې سره ،ددوي استقامت او د صبر ځينو انځورونو او مظاهرو ته اشاره وکړه او وې فرمائيل؛هغه پلار چې دخپل زوي په شهادت کې دخداي ستاینه او حمد وثنا کوي ، هغه مور پلار چې خپل شهید بچی فلسطین ته وړاندې کوي، هغه ټپی ځوان چې دقرآن آیتونه تلاؤت کوي او نوره ورته صحنې ، د غزې د خلکو د ژور توّکل او صبر یوه برخه ده.
د اسلامی انقلاب سترلارښود د غزې د خلکو صبر او استقامت ډير مهم اود فلسطینیانو په تسلیمولو کې د دښمن د ناکامۍ ښودونکی وباله او ټينګار ئې وکړ،همدغه توّکل او صبر به دغزې له خلکو سره مرسته وکړي او په نهایت کې به دوي د میدان بریالي وي.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي یوځل بیا پر غاصب وحشي رژيم د فلسطینیو مبارزانو د اکتوبر د اومې نیټې طوفان الاقصی ناڅاپي ګوزار بې مخینې او ټاکونکی وباله او وې وئيل، د وخت په تیریدا سره، دغه کلک او نه جبرانیدونکی دروند ګوزار لازیات په رابرسیره کیدا دی.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود نیواکي فلسطین ته د انګلستان، فرانسې او جرمني ا و دامریکا او د نورو شرغواړو هیوادونو دد مشرانو په یوه بل پسې تلل، د غاصب رژيم دنابودۍ دمخین،ي لپاره هڅه وبلله او زیاته ئې کړه، د نړۍ اشرارو ولیدل چې جنایتکار صهیونیسټي رژيم د فلسطینیو مقاومتي مبارزانو د ډير درون اوټاکونکي ګوزار له امله دنابودۍ په حال کې دی، په همدې علت په دغو سفرونو او د خواخوږۍ او پيوستون په اعلانولو سره او د بمونو او وسلو په څير د جنایتونو د سببونو په اختیار کې په ورکولو سره هڅه کوي ددغه زخمي شوي او له پښو لویدلی په زوره په پښو ودروي.
دا سلامی انقلاب معظم مشر له فسطینیو مبارزانو سره د غاصب رژيم بې وسۍ ته په اشارې سره ووئيل، فلسطیني مبارزانود اقدام لپاره خپله روحیه ،انګیزه او چمتووالی ساتلی دی او ان شاالله له دې وروسته به هم همدغه شان وي او غاصب او جنایتکار رژيم له دوي سره په ډغرې کې د بې وسۍ په دلیل د غزې له بې دفاع خلکو څخه د غچ اخستو په حال کې دی.
دوي ووئيل، هرڅوک د غزې په باب خبره کوي،باید د غزې د خلکو داقتدار او صبر خبره هم وکړي که داسې نه وي ،نو پر دغو خلکو یو ډول ظلم کیږي. حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په یوې بل مهم ټکي کې، امریکا د وحشي صهیونیسټي جنایتکارو د جرم چورلټ شریکه وبلله او ټينګار ئې وکړ د امریکایانو لاسونه د غزې د میرمنو،ماشومانو اونورو شهیدانو په وینو ککړ دي اوپه حقیقت کې امریکایان ددغو جنایتونو مدیریّت کوي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په امریکا،اروپا او اسلامی هیوادونو او دنړۍ په نورو سیمو کې د نړیوالو د عمومي وجدان ټکانونه د صهیونیستي وحشي رژیم د بیا بیا جنایتونو د پراختیا او ژورتیا په وړاندې یو غبرګون وباله او وې وئيل، د بشری حقوقو او آزادۍ مدعیانو په اروپا کې د فلسطینیانو په ګټه مظاهرې او اعتراضونه ممنوع کړي دی ،خو خلک دغو ممنوعیّتونو ته په بې پامۍ اوبې پروائۍ سره واټونو ته راوځي او دخپل وجداني خپګان ، غوسې چغې پورته کوي او هیڅوک به هم د صهیونیسټانو د وحشيتوب په مقابل کې د ملتونو د عکس العملونو مخه ونه نیول شي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود مسلمان حکومتونه هم د فلسطین په پيښې کې هوښیارتیا اوځیرتیا ته وبلل او وې وئيل، اسلامی هیوادونه او سیاسی ویندویان باید د لویدیځوالو د فضا جوړونو په مقابل کې قافیه له لاسه ورنکړي او د هرې هغې غلطۍ په تکرارولو سره چې دوي ئې کوي، فلسطنیان ترهه ګر نوموي. هغه وفرمائيل،امریکایان د خپلو کورونو او وطن دفاع کونکي فلسطینیان ترهه ګر ګڼي، خو آیا هغه غاصب رژيم چې دد وي وطن او کورونه ئې غصب کړي دي ترهه ګر دي یا هغه کسان چې غواړي خپله خاوره او خپل کورونه بیرته واخلي هغه ترهه ګر دي؟. حضرت آیت الله خامنه اي دخپلې وینا په پای کې ټينګار وکړ، ټول دې پوهه شي چې په دغې قضیې اوراتلونکو پيښو کې دفلسطین ملت بریالی دی او راتلونکي دنیا، د وحشی صهیونیسټي رژيم نه ،بلکې د فلسطین دنیا ده.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دایران د اسلامی جمهوریت اوسنیو ځوانانو ته د تیر وخت د سرښیندونکو ځوانانو د ارزښتمن میراث په منتقلولو کې پر عملی او فکري بهیر جوړونې باندې په ټينګار سره ووئيل،هیواد دڅوکې په لور روان دی او په دغې لارې کې ،هم ډير زیار او هڅه اړینه ده او هم ډيرې خطرې دي که وغواړو ،په قدرت سره دغه لاره کچ کړو،نو باید له خپل تیر تاریخي پیښو څخه استفاده وکړو او تیرمیراث اوسنیو نسلونو ته منتقل کړو.
https://iqna.ir/fa/news/4177726/