IQNA

 په اسلام کې خمس /3

په قرآن کریم کې د خمس آیت ته یو نظر

16:00 - October 25, 2023
د خبر لمبر: 3488169
ایکنا-(تهران) د اسلام خوښ اقتصاد  له اخلاقو او عاطفې سره اغښلی دی او په قرآن کریم کې د خمس آیت ته کتنه ،ددغې موضوع مهم اړخونه رابرسیره کوي.

«وَ اعلَموا أنّما غَنِمتُم مِن شَى‌ءٍ فَاِنّ لِلّهِ خُمُسَه و لِلرَّسولِ ولِذِى القُربى‌ وَ الیَتامى‌ والمَساكینِ وابنِ السَّبیلِ اِن كُنتُم آمَنتُم بِاللّه...؛که چیرې په خداي ایمان لرئ،نو پوهه شئ هرڅه  دغنیمت په توګه ترلاسه کوئ، بې شکه دهغو پنځمه برخه د خداي،د رسول،خپلو خپلوانو او یتمیانو او بې څوکه کسانو لپاره ده(انفال-۴۱).

ځینی کسان د آیت د نازلیدا وخت د بنی قینقاع جنګ( ددوهم هجری قمری کال د شوال ۱۵) ګڼي ، ځیني ئې هم د نزول وخت د اُحد جنګ (ددریم قمری کال د شوال ۷) ګڼي . چې خداوندمتعال  د اسلام  له مجاهدانو غواړي،  خمس په هغه څه کې چې  په جنګ کې په غنیمت ترلاسه شي،و رکړئ.

د خمس آیت ته لادقیق نظر  

 دخمس آیت ته کتنه  د هغه د اهمیّت ښودنه کوي ،ځکه،

۱،   له احکامو سره اړونده په لا کمو آیتونو کې، دا ټول ټينګار بیا بیا راغلی دی. د   کلمې   ( د خمس الله ؛ په ځاي ) په  و ان كنتم آمنتم»   باندې ټينګار شوی دی.

۲،  د خلکو د  دهڅولو  او پوهولو لپاره فرمائي؛ که ایمان لرئ ،خمس ورکړئ. پر دې اساس دخمس ورکول د ایمان یوه لازمه پيژندل شوې ده .

۳،د  «فانّ للّه خُمُسه» جمله ( چې  په اصطلاح جمله اسمیّه ده) ددې ښودنه ده چې دغه حکم دایمي دی ، نه موقتي  او موسمي .پر هغه څه  سربیره چې  د ایمان نښه ده موقته نشي کیدلی.

۴،  د آیت په اول کې د ؛واعلموا؛  کلمه په دې معنا ده  چې باید پر خمس ورکولو مو باؤر وشي او موضوع جدي وګڼئ، البته په یاد ولرئ  عجیبه ده چې  یوازې په جبهې کې ګډون، د پيغمبر تر څنګ شونه ، د لمانځه  او روژې خاوندان، سالم اعتقاد درلود، له مهاجرینو ،انصارو او مخینه لرونکو څخه، ټپی کیدا او بلاخره  دکفر پر لښکر بریالیتوب کافي نه دی ،ځکه له هغو ټولو کمالاتو سره بیا هم قرآن کریم فرمائي؛ ائ بریالیو مبارزانو! که ایمان لرئ په غنیمت راؤړو کې خمس ورکړئ،که که  دجهاد او لمونځ په څير په ځینو حکمونو   عمل وکړئ ،البته د خمس په حکم عمل ونه کړئ ،ایمان حقیقي  نه لرئ.

یو مهم ټکی

 د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص)  بدر د غزا په شپه ویده نه شو او دائما ئې دعا کوله او فرمائيل ئې؛ پر مځکه دغه واړه ډله  د مسلمانانوهیڅ ساری نه لري، که دوي ناکام شي ،نو پر مځکه به یو مومن  هم پاتې نشي.خو قرآن کریم  همدغو مبارزانو ته فرمائي؛ که ایمان لرئ،نو خمس ورکړئ،یعني که په دنیا کې دمومنانو شمیر  ډير کم ولې نه وي، خو حتی همدغه کم شمیر چې د پيغمبر اکرم(ص) په دعا کې هم شامل دي ، که په الهي دندو  او دخمس په ورکولو کې عمل ونه  کړي، نو ایمان نه لري.

(دغه مطلب د محسن قرائتي  له لیکل شوي ؛خمس ؛نومې کتاب څځه راخستل شوی دی )

captcha