ایکنانیوز د الجزیرې له قوله وائي، په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم حمله او په ټولنیزو چینلونو کې د غزې د مظلومو خلکو په ضدددغه جنایتکار رژیم د جنایتونو د تصویرونو خپریدا ډيرې زیاتې اغیزې درلودلی دي. په دغو پيښو پسې د امریکا په ټولنیزو چینلونو کې ددغو غمجنونکو او بوږنونکو مصیبتونو په زغملو کې د غزې د خلکو د کلک ایمان د عامل په توګه دقرآن کریم آیتونو ته د توجه یوه نه اټکلیدونکي څپه راپورته شوې ده.
د ټیک ټاک ټونلیز چینل یوه فعاله مګن رایس چې یوه افریقائي توکه امریکائئ پیغله ده،له جنګه مخکئې ئې په ټیک ټاک چینل کې ورځې د ژوند په تیره بیا د اشپزۍ اوپخلي په باب ، او همداراز د سالمو خوړړو د اخستو ،موسیقۍ او تاریخي موضوعګانو په باب ویډیوګانې خپرولې .په ټيک ټاګ کې دهغې اکاؤنټ پنځه لکه څلور دیرش زره لیدونکي درلودل،خو په غزې د صهیونیسټي رژيم د پوځ د وژلو او جنایتونو د تصویرونو په خپریدا پسې دهغې اکاؤنټ هم په کلي توګه بدل شو.
مګن داکتوبر په اولسمه نیټه پخپل اکاؤنټ کې دیوې ویډیوئي کلیپ په خپرولو سره په داسې حال کې چې ژړیدله ،په غزې تړانګې کې د پراخو غمیزو خبره ئې کوله. هغه وائي ، چې مونږ هغه فیلمونه او تصویرونه چې له غزې راوځي ، نه شو هیرولی ، ددوي انځورونه به د تل لپاره مونږ کړوي. هغې په دوام کې ووئيل،د مرستو په وړاندې کولو کې له بې وسئ او په پاتیکیدا کې له احساسه لاسخت هیڅ نه نشته.میرمن مګن زر یو بل کلیپ خپور کړ چې په هغه کې د فلسطینیانو قضیه هغه څه ته چې پر حضرت ایوب تیر شول تشبیه ورکړه چې حتی په ترټولو سختو مصیبتونو اوکړاؤنو کې کله چې ددخپل وژل شوي بچيانو مړي پخپلو لاسونو کې پورته کوي او بیاهم د خداي شکر کوي.
په دغو سختو مصیبتونو او داور د لمبو دپورته کیدا په دغو شرائطو کې دغزې دخلکو د ایمان قدرت او کلک مقاومت ،په قرآن کریم دمګن رایس د توجه پيل ؤ،ځکه چې هغې یوبل کلیپ خ پور کړ او په هغه کې ئې تائيد کړه چې د فلسطینیانو د ایمان په قدرت ډيره حیرانه اوحکه بکه پاتې شوې ده،ځکه د خپلوټولو وسایلو او هرڅه له لاسه ورکولو سره سره دخداي له حمد او شکر څخه لاس نه اخلي او دا ایمان د اسلام او قرآن پامته داره دی ؛ او وروسته په نورو کلیپونو کې چې خپره ئې کړل، د قرآن له آیتونو سره ئې دبلدتیا لپاره خپله ګروهنه ښودلې اووئيلي ئې دي،غواړم ، ددغومصیبتونو په زغملو کې دغزې دخلکو ددغه قدرت په راز ښه پوهه شم.
مګن وائي چې د قرآن دسورو په لوستلو سره په ډيرو جالبو شیانو حیرانه پاتې شوم.هغه بیا د قرآن دتلاؤت نوښت پيلوي.
هغه شخصي تجروبه چې مګن په دغو حالاتو کې ترلاسه کړې ، هغې ددغه آسماني کتاب په باب د تجروبو اود نظرونو دمبادلې او دقرآن کریم د لوستلو لپاره دټيک ټاک له لارې د یوه نوښت پیلولو ته مخه کړه.
هغې په همدې خاطر ددینونو په زمینې کې کتاب لوستنې لپاره یوه ډله جوړه کړه اوټينګار ئې وکړه چې لومړی کار دقرآن لوستل او دهغه د درک لپاره هڅه او ورپسې دنورو دینونو دمقدسو کتابونو لوستل او ورڅخه څه زده ګول دي او له دې چارې موخه د له تعصبه لیرې د نورو د درک کولو لپاره دهغې په خاطر دیوې فضا رامینځةکول دي.
د یهودي مسلمان کیدا
ددغې ډلې په په ترټولو غوره غړو کې یو امریکائي یهودي دی چې داکاؤنټ نامه ئې ؛جک جک وایلډز؛ دی. هغه اعلانوکړ چې د قرآن کریم یوه نسخه ئې اخستې ده او دمګن له نوښته ستاینه کوي اوډیر زر به دقرآن دسورو او آیتونو له تلاؤت څخه دخپلې تجروبې په باب ویډیوئي کلیپونو خپرول به پیل کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4179755