IQNA

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په دوحه کې د حماس له مشرانو سره کتنه وکړه

16:23 - November 06, 2023
د خبر لمبر: 3488227
ایکنا-(قطر) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر تاکيد وکړ؛ د نړۍ ټول مسلمانان په تېره بيا د پاکستان خلک له خپلو فلسطيني وروڼو او خويندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د صهيونېسټ دښمن په خلاف د فلسطيني مقاومت د جنګياليو د عملياتو ملاتړ کوي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د غزې د مظلومو خلکو لپاره د بشري مرستو د رسولو لپاره د جماعت اسلامي په شمول د پاکستان د مدني ټولنې هڅو ته په اشارې سره وويل: نړيواله ټولنه بايد د فلسطينيانو په خلاف د اسرائيلو د جنايتونو په اړه خپله چوپتيا ختمه کړي

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د قطر په پلازمینه دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او د حماس د غورځنګ له مشر خالدمشعل سره وکتل او د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل وروسته د وروستیو پرمختګونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په راپور کې وئيل شوي دي،سراج الحق د غزې د مظلومو خلکو لپاره د بشري مرستو د رسولو لپاره د جماعت اسلامي په شمول د پاکستان د مدني ټولنې هڅو ته په اشارې سره وويل: نړيواله ټولنه بايد د فلسطينيانو په خلاف د اسرائيلو د جنايتونو په اړه خپله چوپتيا ختمه کړي.

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر تاکيد وکړ: د نړۍ ټول مسلمانان په تېره بيا د پاکستان خلک له خپلو فلسطيني وروڼو او خويندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د صهيونېسټ دښمن په خلاف د فلسطيني مقاومت د جنګياليو د عملياتو ملاتړ کوي.

پرون د پاکستان د  جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان  هم په دوحه کې د حماس غورځنګ له مشرانو سره وکتل.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې د پرله پسې څلورمې اونۍ لپاره له فلسطینیانو سره د پیوستون او د اسرائیلو د جنایتونو د غندلو لپاره مظاهرې وشوې.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141112

captcha