IQNA

قرآن ؛له بې هوشۍ پرته آپریشنونو کې د غزې د ټپیانو ددردونوملهم دی(فیلم)

15:09 - November 13, 2023
د خبر لمبر: 3488264
ایکنا-(غزه)د فلسطین په غزې کې د روغتونونو مسئولان وائي ، د بې هوشۍ د مادې په ختمیدا  او غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ  مرستو په  نه واریدیدا سره ټپیان  دقران کریم  په تلاؤت او دعاګانو په ورد سره  له بې هوشۍ پرته د  جراحۍ  یا آپریشن دردونه زغمي.

ایکنا د الشرق الاوسط له قوله راپور راکړ، د الشفاء روغتون  کې یوه ماشومه  د ټپونو د درد له امله ژړیږي ، او د مورې  مورې چغې وهي ، په داسې حال کې چې   د روغتون طبی عمله او پرستاران  له کومې بې هوشۍ مادې څخه له استفادې پرته  د ماشومې په سر  باندې ټپ ګنډي ،ځکه نور د غزې په روغتونونو کې  د بې هوشۍ هیڅ  درمل او ماده نشته .

دا یوه هغه ترټولو بده شیبه ده چې  د الشفاء روغتون  یو پرستارابوعماد حسنین روایتوي  او د هغه کړاؤ او درد  خبره کوي ، چې دغزې د رغتونونو  عمله  ئې نن  سبا  د بې آمانه یرغلونو  د ټپیانو په وړاندې  او دبې هوشۍ د درملو  د کمښت  په وجه ورسره لاس اوګریوان دي .

 

 

ابوعماد حسنین  دې ته په اشارې سره  چې زیاتره د هغو دردونو  د زغملو لپاره چې ټپیان ئې احساسوي ،  دوي ته یوازې په خوله کې پټئ ورکوي،  څو په هغو پټَیو دردونو په دلیل غاښونه ټينګ کړي،ووئيل، پوهیږو  چې هغه درد چې احساس کوي ،ئې ، په تیره بیا  دماشومانو لپاره له دې لازیات  هغه شی دی چې خیال ئې کیږي.

دغه پرستار وائي البته  د پام وړ موضوع چې  کله کورنۍ یا  کوم کسان چې روغتون ته د ټپیانو د منتقلولو کار کوي، په دوامدار ډول  دقرآن کریم آیتونه او  دعاګانې زمزمه کوي،  او دا کار د ټپیانو د دردونو د زغم او آرامښت باندې ډيرې اغیزې شیندي.

 https://iqna.ir/fa/news/4181407

captcha