IQNA

 دغزې په شمال کې د څه دپاسه اته لکه کسانو له دیره کیداڅخه په روغتونونوکې د مرګ ترکندې پورې(فیلم)

7:00 - November 18, 2023
د خبر لمبر: 3488284
ایکنا-(غزه) د فلسطین د احصایو ادارې اعلان کړی دی چې تردې دمه ئې د غزې په شمال کې د اسرائيلو وبې آمانه او وحشي ډوله حملو سره سره  څه دپاسه اته لکه اته زره کسان ژوند کوي،دايه داسې حال کې دي چې د الشفا،انډ،نیشیائي  او المعمداني روغتونونو په ډير بوږنونکي وضعیّت سره ټپيان د مرګ تر ګړنګه  رسیدلي دي.

ایکنانیوز د آناتوي له قوله راپور راکړ، دغزې د بې څوکه خلکو په ضد د وحشی صهیونیسټي رژيم  دتیریګر او جنایت پنځونکي جنګ دوه څلویښتمه ورځ په داسې حال کې پيل شوې ده چې د فلسطنییانو په ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  وحشیتوب او په هستوګنو سیمو  پناه ځایونو او روغتونونو  بې آمانه حملې هماغه راز دوام لري.

په دغې اعلامیې کې راغلی دي ،چې د اسرائيلي وحشیانو له ډيرو زیاتو اوسختو هوائي او مځکنیو حملو سره سره  همدااوس دغزې په شمال کې  څه دپاسه اته لکه اته زره پورې کسان  ژوند کوي.

 ددغه راپور په اساسو په دغې سیمې کې دطوفان الاقصی له عملیاتو اوپه دې پسې د وحشی صهیونیسټانو له حملو مخکې څخه  کابو یو میلیون دوه لکه کسانو ژوند کاوه.

د اسرائيلو د وحشي ډوله حملو په پیلیدا سره  دغزې  له آبادۍ کابو څلور لکه وګړي ، دغزې مرکزي اوجنوبی سیمو ته کډه په سر شوي دي. 

بیش از 800 هزار نفر در شمال غزه زندگی می‌کنند

د غزې کې د فلسطین حکومتي ادارې اعلان کړی دی چې په الشفاء روغتون کې  چې د اسرائيلي وحشیانو په بشپړ کلابندۍ کې دی ، د اوبو او خواړو د کمښت په علت څه دپاسه  اته زروه ناروغان،  کډه په سر شوي کسان او ددرملنې عمله  د مرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي.

له بل پلوه د  المعمدانی روغتون په شاوخوا کې نښتې او چاودنې راپور شوي  او ددغه روغتون  وضعیّت هم خطرناک او بوږنونکی بلل شوی دی. خبری سرچینو په انډونیشیائي روغتونو کې  د سلګونو ټپیانو وضعیّټ  هم د درمنلې اودرملو  نه شتون په وجه ترینګلی  ښودلی دی.

ایکنا نیوز یو ویډیوئي کلیپ ترلاسه ک ړی چې په الشفاء روغتون کې د وحشي صهیونیسټي ريژم  پوځیان لیدل کیږی چې له روغتونه د ایمرجنسي  د عملې د اویستلو په حال کې دي.

وحشی صهیونیسټي رژيم  هماغه شان  غزې تړانګې ته د انسان دوستۍ دمرستو د رسیدا مخه نیسي چې دغې  چارې په دغې سیمې کې  دانساني حالاتو دلاخرابیدا ته لمن وهلې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4182376

 

captcha