ایکنا نیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت ولس نن یوځل بیا په درست هیواد کې په میلیوني لاریونونو ترسره کولو سره،د غزې د شهیدانو له میئّندو سره د همدردۍ د څرګندولو او له خبیث صهیونیسټي رژيمه د کرکې او غوسې او نفرت په څرګندولو سره،له نړیوالې ټولنې د اسرائیلو د منحوس انسان وژونکي رژیم د جنایتونو د مخنیوي او په غزې تړانګې کې د فلسطین له تاوان موندونکو خلکو په وروستیو ناخوالیو جدي څیړنې اوغور غوښته وکړه.
دایران درست ولس نن په ښارونو او ښارګیو او کلو کې په حماسی غونډو او لاریونونو سره،په غزې تړانګې کې د دفلسطینیو ماشومانو په ضد د اسرائيلو د منحوس رژيم جنایتونه محکوم کړل او د وحشي صهیونیسټي رژیم دجنایتونو په سملاسی بندولو ئې ټينګار وکړ.
دوي همداراز د غزې د مظلوم او بې څوکه خلکو او په تیره بیا د ماشومانو او میرمنو په وضعیّت په غور او څيړنو کې د نړیوالې ټولنې ،اورګانونو په تیره بیا د اسلامی هیوادونو د مشرانو مرمومزي چپتیا په کلکه وغندله او ټينګار ئې وکړ، باید اسلامی امت راپورته شي او د فلسطین په غزې کې دخپلو مسلمانو او بې څوکه خوئيندو او وروڼو او بچیانو چغو ته لبیک ووائي او ورسره عملی مرستې وکړي.