ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د فلسطین په غزې کښې د فلسطین د حکومت د مطبوعاتو دفتر اعلان وکړ چې د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم له خوا د مطبوعاتو د غړیو په خلاف د جنایتونو لړۍ د اکتوبر له اوومې نیټې څخه دوام لری او له امله یې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۶۰ ته رسیدلی دی.
دغه رسنیز دفتر زیاته کړه: د خبریالانو د وژلو هدف د حقایقو د غږ غلي کول دي چې ځکه نیواکګران او د غزې په تړانګه کښې د هغوی پرله پسې وژنې افشا کوي.
مشهور ژورنالیست او د فلسطیني ادارې د کلتور د وزارت پخوانی مرستیال مصطفی الصواف او د غزې د مطبوعاتو د بنسټ مشر بلال جد ا... هم د خبریالانو په وروستیو شهیدانو کې شامل دي.
الصوف د غزې په ښار کې د هغه په کور د بمبارۍ له امله د خپلې کورنۍ له څو غړو سره شهید شو.
جدا... هم د غزې په ښار کښې د هغه په موټر باندې د صهیونیسټی پوځیانو په حمله کښې شهید شو.
په غزه کښې دحماس دحکومت اطلاعاتی دفتر هم اعلان کړی دی چې صهیونیسټ رژیم په دغو ۴۵ ورځو کښې د غزې څه کم ۱۳ زره فلسطینیان شهیدان کړي دي .
دغه دفتر دې ته په اشارې سره چې تر اوسه څه باندې ۵ زره ماشومان او ۳۳۰۰ ښځې شهیدانې شوې دي، ټینګار وکړ چې په دغو بریدونو کې څه باندې ۳۰ زره کسان ټپیان شوي چې ۷۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.